د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د فرانسې دفاع وزیر: د سوریې رقه ښار نیولو لپاره به حملې زیاتې کړو


د فرانسې د دفاع وزیر وايي، په سوریه کې د داعش پر ضد لوېدیځ ایتلاف چمتو دی چې په سوریه کې د رقه ښار د بېرته نیولو لپاره خپل بریدونه زیات کړي.

«ژالیو دیریان» له یوې فرانسوي تلویزوني شبکې سره په خبرو کې وویل، په څو راتلونکو ورځو کې به په رقه کې د داعش د وسله والې ډلې پر ضد سخت بریدونه پیل شي.

پر رقه ښار د داعش ضد ایتلاف هوايي بمبارۍ اوس هم شدیدې دي، خو تمه کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به دا هوايي بریدونه نور هم زیات او سخت شي.

د فرانسې د دفاع وزیر وايي، د اعش پر ضدد لوېدیځ ملاتړ لرونکی ایتلاف په رقه ښار کې د دې وسله والې ډلې پر ضد وروستۍ او سخته جګړه په مخ کې لري.

ژالیوو دیریان له یوې فرانسوي تلویزوني شبکې سره په خبرو کې وویل«رقه محاصره ده او په راتلونکو څو ورځو کې به سخته جګړه پیل شي.»

د فرانسې د دفاع وزیر زیاته کړې سخته خو ضروري جګړه یې په مخ کې ده.

د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش د رقې ښار چې د حلب په ۱۶۰ کېلومترۍ کې پروت دی د خپل خلافت د مرکز په توګه نومولی دی.

د داعش تر څنګ سوریه د تېرو شپږو کلونو راهیسې په یوه کورنۍ جګړه کې هم ښکېل ده.

په همدې موده کې په سوریه کې له درې سوه زرو زیات کسان وژل شوي او میلونونه نور بې کوره شوې دي.

د سوریې جګړه کې چې کورني او بهرني اړخونه لري، ایران او روسیه د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې د حکومت ملاتړ کوي.

خو ترکیه او د امریکا په مشرۍ د لوېدیځو هېوادنو یو ایتلاف د سوریې د حکومت د مخالفو وسله والو یاغیانو ننګه کوي.

دا ټول لوري بیا داعش وسله والې ډلې ته د یو ګډ دښمن په سترګه ګوري.

داعش وسلواله ډله د سوریې په ګاونډي هېواد عراق کې هم پر سخته جکړه بوخته ده، په ځانګړې توګه د موصل په ښار کې چې په عراق کې ددې ډولې وروستي مرکز ګڼل کېږي.

موصل د عراق دویم لوی ښار دی.

په دې ښار کې د عراق پوځ د امریکايي پوځیانو په ملاتړ د داعش پر ضد جګړه کوي.

د داعش وسله والې ډلې د ۲۰۱۴ میلادي کال په ترڅ کې د عراق او سوریې پراخې سیمې ونیولې.

په رقه کې د داعش د ځپلو لپاره د امریکا ۷۰۰ پوځي سلاکاران دا مهال سوریې ته داخل شوي دي.

د امریکا د پوځ یو ویاند ویلي په رقه کې د داعش د وسله والې ډلې پر ضد عملیات ممکن میاشتې وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG