د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

وحیدي: زما د دوسیې د راپور څېړنې باید رسنیو سره شریکي شي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر چې دنده یې ځنډول شوې وايي، لويه څارنوالي باید له رسنیو سره د هغه پلاوي راپور شریک کړي چې د ده د قضیې په تړاو ګومارل شوی دی.

نوموړی وايي، د ده د دوسې په اړه ګومارل شوي پلاوي ځینې مسایل مبهم بللي، خو څوک یې د فساد په تور نه دي ګرم کړي.

عبدالرزاق وحیدي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ده په غېر رسمي توګه د خپلې دوسیې په اړه د ګومارل شوي پلاوي راپور مطالعه کړی دی.

ښاغلی وحیدي وايي، لویه څارنوالي باید د ګومارل شوي پلاوي راپور چې د ده په خبره یو میاشت وړاندې ورسېدلی دی له رسنیو سره شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"حد اقل زما غوښتنه داده چې د ګزارش لومړۍ برخه د جزا له قانون سره سم باید مسلکي کسانو ته ورکړل شوې وای ځکه چې دا یوه تخنیکي مسئله ده او لوی څارنوال مجبور دی چې تخنیکي کسانو ته مراجعه وکړي، دغه ګزارش دې له رسنیو سره شریک شي او د څارنوالۍ د کار اساس هم باید د همدې ګزارش له مخې وي."

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتۍ ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي چې د ولسي جرګې له لورې بې واکه شوی هم دی دوه میاشتې وړاندې یې دنده د ولسمشر له لورې د فساد په تور وځنډل شوه.

له هغې وروسته د ارګ ماڼۍ د دغه قضیې د څېړولو په هدف یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې دغه پلاوي په دې اړه څېړنې هم بشپړې کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د مخابراتو د وزیر د دوسیې په اړه ګمارل شوي پلاوي خپل راپور دوی ته سپارلی او د همدغه راپور له مخې څېړنې روانې دي.

جمشید رسولي.
جمشید رسولي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي:

"زموږ د څېړونو پلاوی د یوه منظم تحقیقاتي پلان پراساس د هماغه تخنیکي پلاوي د راپور له مخې دغه موضوع مخ ته وړي او ان شاءالله همدا چې څېړونکی پلاوی د موضوع په اړه یویې نتیجې ته ورسېږي موږ به یې مفصل راپور له تاسو سره شریک کړو."

خو د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر بیا وايي دا چې لویې څارنوالۍ ولې په ۱۵ ورځو کې د مخابراتو د وزیر دوسیه نه ده وروستۍ کړې باید دلیل یې واضح کړي.

کبیر رنجبر.
کبیر رنجبر.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی باید خلکو ته وضاحت ورکړي، ولې څارنوالي نه شي کولای چې په ۱۵ ورځو کې د دوسې په اړه څېړنې وروستۍ کړي څومره فرصت ته نور اړتیا ده چې دغه موضوع خلکو ته روښانه شي له هغې پرته فساد ګڼل کېږي."

ښاغلی رنجبر وايي، په تېر کې خلک شاهد دي چې د فساد په ځینو دوسیو کې د قانون پرځای نور مسایل په پام کې نیول شوي دي.

د نوموړي په خبره که دا ډول وضعیت دوام وکړي او پر فساد د تورنو چارواکو دوسیې پر وخت ونه څېړل شي حکومت به د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل اعتبار له لاسه ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG