د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

بلخ کې د کلیوالو ښځو د لاسي صنایع نندارتون جوړ شو


په بلخ ولایت کې د کلیو د پراختیا ریاست لخوا د څلورو ولسوالیو د کلیوالو ښځو د لاسي صنایعو او تولیداتو یو دری ورځنی نندارتون په مزارشریف کې جوړ شو.

د کلیوالو ښځو د لاسي صنایعو دا نندارتون د شنبې په ورځ په مزارشریف ښار کې د ښځو ځانګړي مارکېټ «رابعه بلخي مارکېټ» کې جوړ شو چې په لسګونو غرفو کې د کلیوالو ښځو تولیدات په کې نندارې ته کېښودل شول، ترڅو ورته بازار موندنه وشي.

د بلخ د کلیو د پرختیا ریاست د کلیوالو ښځو د ودې د برخې مسئوله مریم محمدي وايي چې له دې نندارتون څخه یې یوازینی هدف دا دی چې د کلیوالو ښځو تولیداتو او لاسي صنایعو ته بازار پیدا کړي او له دې لارې یې عواید اوچت شي.

مېرمن محمدي له صنعت ګرو ښځو غواړي چې د بازار د تقاضا پر اساس دې لاسي صنایع تولید کړي.

هغې یې په اړه وویل:

"دا نندارتون موږ جوړ کړی دی چې وکولی شو د کلیوالو صنعت ګرو ښځو لاسي صنایعو ته بازار موندنه وکړو، خو غوښتنه مو دا ده چې دوی باید د بازار د تقاضا پر اساس تولید وکړي، ترڅو په ښه توګه یې تولیدات خرڅ شي."

د دې نندارتون په غرفو کې د کلیوالو ښځو په لاس اوبدل شوي، مختلف لاسي صنایع د خلکو توجه ځان ته جذبوي او له ورایه ښکاري چې پر ډېر زیار او زحمت ایستل شوی، خو اوس د بازار نشتون له امله په ډېر کم قیمت پلورل کېږي.

هغه کلیوالو ښځو چې په دې نندارتون کې خپل تولیدات او لاسي صنایع نندارې ته اېښودلي دي، د دا ډول نندارتونونو جوړېدو ته خوشحاله برښي او وايي چې په داسې برنامو کې په ګډون سره خپل زیات برخه تولیدات خرڅولی شي.

زینت او عاقلې چې دې نندارتون کې ګډون کړی، په اړه یې وايي:

"دلته مو خپل تولیدات راوړي دي، ترڅو ورته بازار پیدا کړو، ګن شمېر یې وپلورل شول، اوس نو نور هم په تمه یو چې دا لاسي صنایع خرڅې شي او یو څه پیسې وګټو."

"هغه ښځې چې بازار کې نشي کولی خپل تولیدات او لاسي صنایع وپلوري، اوس نو چې دا نندارتون یوازې د ښځو لپاره دی، دوی کولی شي چې خپل ټول محصولات دلته خرڅ کړي او کورنۍ مو اجازه راکوي چې دلته راشو او خپل محصولات خرڅ کړو."

په داسې حال کې په مزارشریف کې د ښځو په ځانګړي مارکېټ کې د کلیوالو ښځو د لاسي صنایع د خرڅلاوي لپاره او هغو ته د بازار موندنې په مقصد نندارتون جوړېږي چې د همدې مارکېټ هټۍ والې شکایت کوي چې محصولاتو ته یې بازار نه دی موجود.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG