د لاسرسي لېنکونه

د ولسي جرګې یو شمېر استازي وايي، ولسمشر غني ورته ویلي چې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د سلب صلاحیت په صورت کې به ملي شورا منحل کړي.

د دغو وکیلانو له ډلې میرویس یاسیني وایي، د وزیرانو استیضاح د ولسي جرګې حق دی او جمهور ریئس باید دا ډول غبرګون ونه ښیي.

په ورته وخت کې د دغې جرګې اداري پلاوی وایي، د وزیرانو د استیضاح لپاره دلایل هم لري.

خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، له ولسمشر غني سره د وکیلانو په کتنه کې د وزیرانو د استیضاح موضوع مطرح شوې نه ده.

تردې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان ازادي راډيو ته ویلي، په پام کې ده چې ولسي جرګه د دوشنبې په ورځ د کورنيو چارو او دفاع وزيران، دغه راز د ملي امنيت عمومي رئيس استيضاح کړي.

XS
SM
MD
LG