د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

ذکي: که امنیتي بنسټونو کې د فساد مخنیوی ونشي پایلې به یې خطرناکې وي


د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، که په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د فساد مخنیوی ونه شي پایلې به یې خطرناکه وي.

یاد کمېسیون وايي، که په دغه بنسټونو کې فساد کوونکي ملي خاینین دي او باید ژر تر ژره محاکمه شي.

د دغه کمېسیون غړې جنرال نظیفې ذکي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د فساد مخنیوی ونه شي د بهرنیو مرستو د بندیدو ترڅنګ به پر دغه ځواکونو د خلکو باور ته هم جدي زیان ورسېږي.

نوموړې وايي، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې فساد او کمزوری مدیرت د دغه ځواکونو د ناکامۍ لوی لاملونه دي:

"له دې موضوع باید په اسانۍ تېر نه شو، د ملي یووالي حکومت باید دغه موضوع جدي ونیسي زه په دې برخه کې ولسمشر مخاطب کوم، ځکه چې هغه تل د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې اعلان کړی، باید هغه کسان چې پټې شتمنۍ لري محاکمه شي."

مېرمن ذکي په داسې حال کې دا خبره کوي چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرمفتش جان سپکو اوس ـ اوس په یوه امریکايي پوهنتون کې د خبرو پرمهال په افغان امنیتي ځواکونو کې فساد او کمزوری مدیریت د دغه ځواکونو د نا کامۍ لوی لاملونه بللي دي.

ښاغلي سپکو همدا راز ویلي چې د افغان ځواکونو ځینې قوماندان د خپلو سرتېرو د خوراک له پیسو هم غلاووې کوي چې دا د خندا وړ خبره ده.

د افغانستان دفاع وزارت که څه هم تر یو بریده په دغه وزارت کې فساد مني خو وايي پر وړاندې یې جدي مبارزه پیل کړې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی د فساد ضد مبارزې په برخه کې په میلیونونو افغانۍ بیرته راګرځولي خو د ده په خبره، په بشپړه توګه د دغه پدیدې لمنځه وړل به وخت ونیسي.

دولت وزیري.
دولت وزیري.

نوموړي یاته کړه:

"موږه په درېیو وروستیو میاشتو کې هغه ۱۰۰۰ کسان چې په مالي او یا هم د تدارکاتو په برخه کې یې کار کاوه تبدیل کړل او پرځای مو نور کسان وګومارل، خو دا باید ووایم چې فساد یوازې په دفاع وزارت کې نه بلکې په ټول افغانستان کې شته."

د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي بیا وايي چې په امنیتي بنسټونو کې فساد کومه نوې خبره نه ده خو وايي، تر اوسه په دې اړه هېڅ داسې اقدام چې خلکو ته د منلو وي نه دی شوی.

د دغې جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې د جان سپکو وروستۍ څرګندونې د افغان حکومت لپاره شرمونکې وبللې.

ښاغلی ایوبي وايي که څه هم حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر ژمنه کړې چې په امنیتي بنسټونو کې به په اساسي توګه اصلاحات رامنځته کوي، خو د ورځې په تېرېدو نه یوازې دا چې اصلاحات رامنځته نه شول بلکې د جان سپکو د څرګندونو په تائید د فساد لمن نوره هم پراخه شوې ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG