د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین وايي، د دغه ولایت د والي د کمزوري مدیت او فساد له امله ارزګان نا امنه شوی دی.
له تېرو اوو میاشتو راهسې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې راتللو لامل د یاد ولایت ولایتي شورا د دغه ولایت د والي کمزوری مدیریت او په فساد کې لاس لرل یادوي.
د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ځکه وسله وال طالبان د ترینکوټ ښار ترڅنډو راورسېده چې په خبره يې د دغه ولایت والي پر خپله اداره واکمني نه لري او نه له خپلو امنیتي ځواکونو سره پوره همږغي لري.
نوموړی وايي، که چېري څوک دا شک لري چې د ارزګان والي په فساد کې لاس نه لري نو دی اسناد هم په لاس کي لري.
ښاغلي بارکزي زیاته کړه:
"د ارزګان والي چې کله ارزګان ته راغلی دی په هېڅ برخه کې لاسته راوړنه نه لري، د قومونو ترمنځ يې لانوري ستونزې هم را ولاړي کړي دي، دی بس یوازي خپل مؤقف ساتي، فساد په سترګو ویني څه نه ورته وايي."
له دې سره د ارزګان د ولایتي شورا مرستیال نور محمدحقمل هم ورته څرګندونې لري.
نوموړی وايي، ولایتي اداره د ولایتي شورا سره هېڅ ډول همږغي نه لري.
ښاغلي حقمل زیاته کړه:
"په ارزګان ولایت کې زموږ مشرانو د خلکو پر وینه تجارت شروع کړی دی، که چېرې د ارزګان والي په فساد کې لاس ونه لري نو څوک بیا دغه سي په عامه فساد نه کوي، د ارزګان خلک په کم حالت کې قرار لري."
د والي ویاند دوست محمد نایاب بیا د ولایتي شورا د مسؤلینو دغه ادعاوي په کلکه ردوي او وايي چې د ارزګان والي ډېرې ښه لاسته راوړنې لري او په خبره يې چې دغه ولایت يې د سقوط څخه ژغورلی دی.
نوموړی وايي چې د ولایتي شورا رئیس او ځیني نور غړي ځکه ناخوښ دي چې د دوی غوښتنې نه منل کېږي نو ځکه د والي او قوماندان په دندو کې مداخله کوي.
نایاب زیاته کړه:
"دوی څو ځلې مخکې هم دغه سي ادعاوي کړي، دوی خپل شخصي ګټو ته ځان رسول غواړي، د ارزګان والي تل هڅه کوي چې د فساد مخه ونیسي بیاهم که چېري دوی اسناد لري نو تر موږ پوري دي يې راوړي."
دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره د دغه ولایت امنیتي وضعیت ورځ تربلې مخ په خرابېدو دی او خلک يې د سقوط وېره لري.
راپور:شریف الله شرافت