د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

ارګ: ولسمشر غني به د بلخ چارواکو سربېره قومي مشرانو سره هم وګوري


ارګ ماڼۍ وایي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني به مزارشریف ته د سفر په ترڅ کې له بېلا بېلو دولتي چارواکو او قومي مشرانو سره وګوري.

ولسمشر غني نن له غرمې مخکي د یو لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ مزارشریف ښار ته رسېدلی دی.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه سفر هدف په اړه وویل.

"د افغان ولسمشر د سفر هدف دا دی چې په بلخ کې له دولتي چارواکو سره په دولتي چارو او قومي مشرانو سره وګوري او له هغوی سره د دغه ولایت په وضعیت او شوو پرمختګنونو او پرتو ننګونو په اړه خبرې وکړي."

نوموړي وویل چې ښاغلی غني به د دغه سفر په ترڅ کې د بلخ د ولایت مقام د نوې ودانۍ د پرانیستلو ترڅنګ د مبارکې روضې لوی جومات ګټې اخیستني ته وسپاري.

خو په همدې حال کې داسې ګونګوسې روانې دي چې ولسمشر غني به د خپل دغه سفر پرمهال د ارګ او جمعیت اسلامي ترمنځ یوه هوکړه هم لاسلیک کړي.

جمهوري ریاست په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ مزارشریف ښار ته رسېدلی دی.

ارګ ماڼۍ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي تمه ده چې ښاغلی غني به د دغه سفر په ترڅ کې د بلخ د ولایت مقام د نوې ودانۍ د پرانستلو ترڅنګ د مبارکې روضي لوی جومات ګټې اخیستني ته وسپاري او د ښوونځي د زنګ په وهلو سره به په بلخ کې نوی تعلیمي کال پیل کړي.

د خبرپاڼي له مخي افغان ولسمشر به د دغه سفر پرمهال د بلخ والي عطا محمد نور لخوا په جوړې شوې مېلمستیا کې د ګډون ترڅنګ د ۲۰۹ قول اردو له مشرتابه پلاوي سره هم لېده کاته ولري.

پخواني معلومات:

تمه ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن مزارشریف ته ولاړ شي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد په سېمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې ښاغلی غني به تر راتلونکو څو ساعتونو پوري له یوه دولتي پلاوي سره له کابل نه بلخ ته ورسېږي.

نوموړي ویلي چې ښاغلی غني به د دغه سفر په ترڅ کې د بلخ د ولایت مقام د نوې ودانۍ د پرانیستلو ترڅنګ د مبارکې روضي لوی جومات ګټې اخیستني ته وسپاري او د ښوونځي د زنګ په وهلو سره به په بلخ کې نوی تعلیمي کال پیل کړي.

خو د ښاغلي غني د دغه سفر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG