د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

نړیوالو ورځپاڼو د سنګین د سقوط د اوازو په اړه تبصرې کړي


وال سټریټ ژورنال او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو خپلو وروستیو ګڼو کې د هلمند په سنګین ولسوالۍ باندې د طالبانو د برید په هکله مطالب خپاره کړي دي او د دغې ولسوالۍ په اهمیت یې ټینګار کړی دی.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال لیکي چې وسله والو طالبانو د پسرلي ترعملیاتو مخکې په سنګین باندې خپل برید سره د افغانستان پر حکومت خپل فشار ته زور ورکړ.

وسله وال طالبان ادعا کوي چې دغه ولسوالۍ یې نیولې ده.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې د هلمند سنګین هغه ولسوالۍ ده چې امریکايي او بریتانوي ځواکونو په افغانستان کې د جنګ د پیل راهیسې تر ټولو درانه تلفات په کې ګاللي دي.

په دغې سیمه کې د ناټو د تلفاتو تر ټولو زیاته شمېره په ۲۰۱۰ کال کې وه چې درې سوه کسانو ته ورسېده خو په تېریوه کال کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو لږترلږه دوه سربازان په دې سیمه کې وژل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي چې په روان میلادي کال کې امریکايي پوځیانو د افغاني ځواکونو دېرش زره خیالي سربازان له لېسته بهر کړل چې تر ټولو زیات شمېر یې په هلمند کې وو.

خیالي سربازان هغو عسکرو ته ویل کېږي چې یوازې نوم يې په لېست کې دی خو دوی خپله وجود نه لري او تنخواه یې اخیستل کېږي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي چې امریکايي سربازان درې کاله مخکې له هلمنده ستانه شول خو تر یوه کال کمه موده کې بېرته ورغلل.

اوس ټاکل شوې چې درې سوه نور امریکايي عسکر هلمند ته واستول شي.

واشنګټن پوسټ:

بلخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې امریکايي او افغان چارواکي او د هلمند والي دا نه مني چې سنګین ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ورغلې وې.

دوی وايي چې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د ولسوالۍ مرکز دوه کېلومیتره لېرې یوه ځای ته انتقال شوی دی.

واشنګټن پوسټ لیکي چې د سنګین ولسوالۍ د سقوط خبر په افغانستان کې ګڼ شمېر څارونکي حیران کړي دي.

د افغانستان د اردو متقاعد جنرال او پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل ورځپاڼې ته ویلي چې دا ډېره عجیبه خبره ده چې د سنګین د بیا نیولو لپاره تر ټولو دغو تلفاتو وروسته د غه ولسوالۍ یوځل بیا د طالبانو لاس ته پریوځي.

هغه ویلي چې سنګین ولسوالې څه چې حکومت تر ټولو وړوکې سیمه هم باید مخالفینو ته پرېنږدی.

سنګین ولسوالۍ چې د تریاکو د تولید د سیمې په منځ پرته ده سل زره وګړي لري.

لس کاله مخکې په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو او امریکايي او بریتانوي ځواکونو ترمنځ سخت جنګونه وشول.

جګړو د ۲۰۰۶ کال له اوړي د ۲۰۰۷ کال تر پسرلي دوام وکړ.

په پای کې نړیوال ځواکونه وتوانېدل چې طالبان له دغې ولسوالۍ لېرې کړي.

واشنګټن پوست لیکي چې ناټو ځواکونو هغه مهال دغه جګړه د کوریا جکړې ته ورته ګڼلی وه.

او بریتانوي عسکرو هغو درنو جګړو ته په اشاره چې د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال د شوروي اتحاد په ستالین ګراد کې شوي سنګین باندې د سنګین ګراد نوم ایښی وو.

XS
SM
MD
LG