د لاسرسي لېنکونه

د فرانسې د ښي اړخي ګوند کانديدې له روسیې سره د نېږدې اړیکو غوښتنه وکړه.

د فرانسې ولسمشرۍ ته کانديدې ماري لوپين نن د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل او روسي ولسمشر وويل چې هېواد يې حق لري چې له هر سياستوال سره چې وغواړي، کتلای شي.

ماري لوپين مسکو ته د خپل سفر پر مهال وغوښتل چې لوېديځ هېوادونه باید پر روسيې خپل هغه اقتصادي بنديزونه لېري کړي چې په اوکراین کې د لاسوهنې پر سر پر روسیه لګېدلي دي.

ماري لوپين نن د روسیې د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ته وويل، دا د منلو وړ نه ده چې د بنديزونو له کبله روسي او فرانسوي وکيلان ان د خپلو وګړو د ژوند او امنيت د خونديتوب لپاره نشي کولای د ډيرو مهمو خبرو لپاره سره وویني.

ماري لوپين د فرانسې او روسيې تر منځ د ستراتيژيکو او اقتصادي همکاريو غوښتنه وکړه او وې ويل چې نوې نړۍ چې زموږ د سترګو له مخې جوړېږي، له دوو لويو ستونزو سره مخامخه ده او هغه نړیوال کېدل او اسلامي سخت دريځي دي.

ماري لوپين د فرانسې د ملي جبهې ګوند مشره ده او بیا بیا يې له روسي ولسمشر ولادیمير پوتين سره د نېږدې اړيکو غوښتنه کړې ده او د روسیې له خوا له اوکراین څخه د کریميا جلا کول غېر قانوني نه ګڼي.

XS
SM
MD
LG