د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د نورستان اوسېدونکي: کامدېش او برګمټال کې شري لسګونه ماشومان مړه کړي


د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د شري ناروغۍ له امله په تېرو دوو میاشتو کې په لسګونو ماشومان مړه شوي دي.

د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دوې میاشتې کېږي چې په سیمه کې يې د شري ناروغي پیدا شوې او د درملو د نه د شتون په وجه په لسکونو ماشومان مړه شوي دي.

د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي هدایت الله د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا سیمه د ډیورنډ کرښې سره نېږدې پرته ده، نه پکې روغتیايي اسانتیاوې شته او نه هم د ژوند نورسهولتونه او همدا لامل دی چې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې په یو کلي کې د شري له امله یو سل او څلوېښت ماشومان مړه شوي دي، دا کلی پپړوک نومېږي، نور هر کلي کې شل، دېرش کسان مړه دي ټول تقریباً څلور سوه کېږي، اوس برګمټال ته دغه مرض رسېدلی دی."

د کامدېش ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی امان الله امان وايي، په هرکلي کې د شري ناروغۍ په وجه یو شمېر ماشومان مړه شوي او نور يې د مرګ ګواښ سره مخ دي:

"د سارت په نوم د کامدېش یو کلی دی هلته پنځوس ماشومان مړه شوي دی، کوټیا چې زموږ خپل کلی دی پنځلس ماشومان مړه دي، پتیګل چې څو کلي پکې دي تقریباً څلوېښت ماشومان پکې مړه دي، په هر کلي کې ماشومان مړه دي له یوکلي بل ته خپور شوی دی."

​هغه وايي، یو تعداد خلک شته چې اوس هم د واکسین مخالفت کوي او په سمه توګه د واکسین د پروګرامونو نه عملي کول دي چې د سرخکانو په څیر ناروغۍ اوس هم د ماشومانو ژوند ګواښي.

امان وايي، په نورستان کې د واکسین په اهمیت او له ساري ناروغیو د ځانونو او کورنیو ساتلو په اړه خلکو ته عامه پوهونه هم نه ده شوی.

نوموړي زیاته کړه:

"بل د خلکو د اګاهۍ سطحه هم ډېره ټیټه ده،په دې سیمو کې د پولیو ضد واکسین ته کله اجازه ورکول کېږي او کله هم نه، د واکسناتورانو مخالفت کېږي."

موږ ډیره هڅه وکړه چې د نورستان د عامي روغتیا رئیس ډاکتر محمد اسماعیل ستانکزي سره د یادې ستونزې په اړه خبرې وکړو خو ټلیفونونه يي بندو، په سیمه کې هم ډاکټرانو د نوم نه ښودلو او داواز نه ثبتولو په شرط وویل چې په کامدېش کې له تېرو څه باندې درېیو میاشتو څخه د شرې ناروغې موجوده ده، په زیات شمېر کې ماشومان ترې هم مړه شوي.

سرخکان یا شری ساري ناروغې ده چې ډېری وختونه پرې ماشومان اخته کېږي چې په یادې ناروغۍ اخته کسان د سینه بغل ترڅنګ سخته تبه لرې چې د روغتیايي اسانتیاو د نشتوالي له امله زیات ماشومان د مرګ له ګواښ سره هم مخ کېږی.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG