د لاسرسي لېنکونه

د برتانیې رسنيو ويلي چې په لندن کې د چهارشنبې حمله کوونکی خالد مسعود اسلام قبول کړی وو او د تاوتريخوالي سابقه يې درلوده.

حمله دوې ورځې وړاندې په لندن کې د ويسټمنسټر پر پله وشوه چې پکې حمله کوونکی او پنځه نور کسان ووژل شول.

د لندن د پولیسو مرستيال کمشنر مارک راولې نن په لندن کې خبريالانو ته د دې پېښې د پلټنو په اړه وويل:

"په ښکاره توګه زموږ د پلټنو مهمه کرښه دا ده چې دی ولې سخت دريځی شو، ايا زموږ په ټولنه کې د چا تر اغېز لاندي وو، له بهره د چا تر اغېز لاندي وو؟ که پر انترنيټ د پروپاګند له کبله سخت دريځی شو؟ زموږ تحقيقات او توقيف شوي کسان به په دې اړه مرسته وکړي او که خلک له نورو معلوماتو سره موږ ته راشي، دا به زموږ سره لويه مرسته وکړي."

یو شمېر رسنیو د سرچينو له قوله چې نوم يې نه دی ياد شوی، راپور ورکړی چې مسعود د ادرین المز په نوم په جنوبي ښار دارتفورد کې زېږېدلی وو او تر دې مخکې چې مسلمان شي، د انګلستان په جنوبي ښار رای کې اوسېده.

چارواکو ويلي چې ۵۲ کلن مسعود درې زامن لري او پوليسو دی د خپلې تاوتريخوالي له سابقې وپېژانده.

XS
SM
MD
LG