د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

بشري حقونه: د جګړې ښکېلې غاړې دې ښوونیز مرکزونه خپل هدف نه ګرځوي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نوي ښوونیز کال په پیل کې په جګړه کې له ښکېلو خواوو غواړي چې زده کوونکو ماشومانو ژوند او د ښوونځیو امنیت ته ځانګړی پام وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د ماشومانو وضعیت پېچلی او د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې په جګړې کې ښکېلې خواو وې دې د زده کوونکو ژوند ته جدي پام وکړي.

د دغه کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د تېر لمریز کال د جګړو او چادونو ډېری قربانیان ماشومان په ځانګړې توګه زده کوونکي و.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه د تېر لمریز کال راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د ډېرو وسله والو پېښو، جګړو او د چاودنو قربانیان ماشومان دي چې دا زموږ دا ندېښنې وړ خبره ده، موږ غوښتنه کوو چې په ښوونیز مرکزونو باندې حملې ونه شي او موږ وتوانېږو په افغانستان کې له ماشومانو لازم ملاتړ ولرو."

ښاغلی صدیقي همدارنګه سپارښتنه کوي چې د ماشومانو روغتیايي مرکزونو او هغه ځایونو ته چې ماشومان په کې اوسېږي او یا زده کونکي په کې لوبې کوي هم پام وشي.

د لغمان الینګار کې پر ښوونځي هاوان لګېدو ۲ زده‌کوونکي وژلي

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي تېر کال یو شمېر ښوونیز مرکزونه سوځول شوي، زده کوونکي او ښوونکي په جګړو کې وژل شوي او ځینې یې مسموم شوي دي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې روان لمریز کال به نهه اعشاریه دوه میلیونه زده کوونکي ښوونځیوته ولاړ شي چې ۳۹ په سلو کې به یې نجونې وي او همدارنګه به روان کال شااو خوا یو میلیون نوي زده کوونکي ښوونځيو ته جذب شي.

شینواری: د کډوالو ماشومان له قید پرته ښوونځيو کې شاملېږي

بل خوا په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي چې سږ کال په افغانستان کې د ناامنو له امله په شرایطو برابر درې اعشاریه اوو میلیونه ماشومان ښوونځیوته له تګ څخه محروم دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په ټول هېواد کې دا نامنیو له امله زر ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، له ټولو امکاناتو نه په استفادې به هڅه وکړي چې د زده کوونکو ژوند او د ښوونځیو امنیت خوندي کړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل د بندو ښوونځیو پرانیستل او دټولو ښوونیزو مرکزونو امنیت خوندیتوب یې د روان کال اهداف دي.

دولت وزیري.
دولت وزیري.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې لپاره چې زده کوونکي ښوونځیو ته ولاړ شي او دا پروسه په هېواد کې په ښه شان دوام پيداکړي، هغه څه چې موږ یې په امکاناتو او توان کې لرو ورنه استفاده کوو، څو ښوونځیو ته زیان ونه رسېږي او امنیت یې ټینګ شي، دا ملي پروسه ده، موږ کوښښ کوو چې له هرچا زیاته برخه واخلو."

د پوهنې د برخې یوشمېر کارپوهان د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه انساني، برحقه او پرځای بولي.

د پوهنې وزارت پخواني مرستیال محمد صدیق پتمن وايي، افغان حکومت دې له امنیتي ادارو سره د ښوونځو د پوځي اهدافو د نه کارونې او د زده کوونکو او ښوونکو د ژوند د خوندیتوب د هدف لپاره دې یو میکانیزم او کړوندلاره جوړ کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG