د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

د افغانستان فوټبال ملي ټیم سینګاپور ته ماتې ورکړه


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ په یوه دوستانه سیالي کې د سینګاپور لوبډلې ته ۲ – ۱ ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوه، لومړی ګول افغان لوبغاړو د لومړۍ نیمايي په لومړیو شېبو کې وواهه.

د شریف محمد له لوري له لومړي ګول وروسته سینګاپور د لوبې د مساوي کولو هڅه وکړه او په دې کار بریالی هم شو.

خو د دوهمې نیمايي په لومړیو شېبو کې د افغانستان مصطفي ازادزوی ګول وواهه او لوبه یې دوه پر یو کړه.

همدا نتیجه د لوبې تر پایه پاتې شوه او افغانستان د دې دوستانه سیالۍ ګټونکی شو.

دا دوستانه یا تمریني سیالي له ویتنام سره د افغانستان د رسمي مسابقې په درشل کې وشوه چې ټاکل شوې ده د مارچ په اته ویشتمه وشي.

XS
SM
MD
LG