د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

مخور: د خوست امنیت د ولس او افغان ځواکونو د همکاریو نتیجه ده


د خوست قومي مخور او سپین ږیري وايي، د خلکو او امنیتي ادارو د منسوبینو تر منځ د اړیکو نېږدې والۍ په یاد ولایت کې د ډاډمن امنیت او نورو ټولنیزو پرمختګونو لامل شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ خوست کې د قومي مخورو، مدني فعالانو او دیني عالمانو په ګډون د مبارکۍ هغه غونډه چې د ملي امنیت رئيس برکت الله څمکني ته د جنرالی د عالي پوځي رتبې د ورکولو په مناسبت جوړه شوې وه، مشرانو په خپلو خبرو کې د ولس او افغان پوځیانو ترمنځ اړیکې نېږدې وبللې.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ یو تن قومي مشر سمین خان ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې د خوست پوځي چارواکي له امنیتي تیاریو پرته په عادي بڼه د دوی ولسوالۍ، اړوندو کلیو او جوماتونو ته ورځي او د خلکو ستونزې او غوښتنې له نېږدې اوري.

سمین خان ځدراڼ وايي:

"د ولس او حکومت تر منځ اړیکې ډېرې نېږدې شوي دي، زه تاسو ته یو بهترین مثال ووایم، زه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی یم چې کله د جمعې په لمونځ کې زه شاته وینم نو د ملي امنیت رئيس د لمونځ کوونکو په صف کې ناست وي، یو يې موټر وي او یو يې عسکر وي، په شخصي موټر کې راځي، خلکو سره روغبړ کوي او د زړه مینه ورسره کوي، نو څنګه به يې اړیکې نه نېږدې کېږي، دا ډېره د خوشالۍ خبره ده."

د خوست د ملي امنیت رئيس جنرال برکت الله څمکني په خپلو خبرو کې د خلکو د همکاریو مثال وړاندې کړ او ويې ویل، وسله‎والو پلان لاره چې د نوي کال په ورځ د موټر بم برید ترسره کړي، خو د خلکو د اطلاع او افغان ځواکونو د تیاریو له امله د یاد پلان مخه ونیول شوه.

د خوست د ملي امنیت رئيس جنرال برکت الله څمکنی
د خوست د ملي امنیت رئيس جنرال برکت الله څمکنی

د ځاځي میدان ولسوالۍ یو تن سپین ږیری ملک بادشاه میر وايي، افغان سرتیري د دوی وروڼه او اولادونه دي او ځايي خلک ورسره د امن په تأمینولو کې پوره همکاري کوي.

ملک بادشاه میر وړاندې وايي:

"میدان کې که وړوکی دی، که ستر دی ځان عسکر بولي چې د بدخشان عسکر په میدان کې وظیفه کوي چې هغه ته کوم ضرر رسېږي، موږ سره هم ورڅخه قربانوو، عسکر زما ورور دی، د بل زوی دی، د بل وراره دی، د اسمان نه خو نه‎دی راغلی، د خلکو حکومت دی، خلکو نه جوړ دی او خلک به د خپلې خاورې ساتنه کوي."

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت هم په یاد ولایت کې شته امنیت د خلکو او افغان ځواکونو د نېږدې همکاریو پایله بولي او زیاتوي چې ځینې وختونه ان خلکو د وسله‎والو سره په مخامخ جګړو کې له دوی سره عملاً همکاري کړې ده.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت

خوست امنیه قوماندان زیاتوي:

"امنیت نه یوازې د پوځي ارګانونو تر منځ د ښې همغږۍ او مدیریت په نتیجه کې رامنځته کېږي، بلکې د دې تر څنګ زموږ ولسونه دي چې تل راسره څنګ په څنګ ولاړ دي، موږ يې هر وخت نازولي یو، ان دوی زموږ سره په سنګر کې ناست دي د خپل وطن او خلکو دفاع يې کړې ده."

بل لوري ته د پوځي چارو کار پوه متقاعد ډګروال سخي جان سرحدي وايي، که‎ د افغان ځواکونو او خلکو ترمنځ اړیکې په رښتیني توګه پیاوړې شي، نو د ولس په منځ کې د مخالفینو ځای ورکیږي او په‎دې سره د دوی په فعالیتونو کې لږوالۍ راځي.

سخي جان سرحدي وویل:

"که د ولس او امنیتي ارګانونو تر منځ همغږي غښتلي شي، په اوسنیو امنیتي پېښو کې به کموالی راشي، دښمن خامخا ترس او ویره پیدا کوي او ولس کې يې ځای ورکېږي، کله چې د دښمن ځای په ولس کې ورک شو، نو خپل هغه فعالیتونه نه‎شي کولای."

که څه هم خوست د افغانستان په سویل ختیځ کې د شمالي وزیرستان، کورمې او پاړه چنار سره پروت سرحدي ولایت دی چې یادو قبایلو سیمو سره يې ۱۸۴ کیلومتره په اوږدو ګډه پوله ده، خو بیا هم د افغانستان په نسبتاً امن لرونکو سیمو کې حسابیږي او خلک يې په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د پرمختیاوو شاهد دي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG