د لاسرسي لېنکونه

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف قدرت ته تر رسېدو وروسته، قزاقستان ته لومړی رسمي سفر وکړ او د هغه هېواد له ولسمشر نورسلطان نظربایف سره یې وکتل.

د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف نن وویل چې په وروستیو پینځو میاشتو کې د منځنۍ اسیا د دې سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ سوداګرۍ وده کړې ده.

نظربایف د ازبکستان له نوي مشرتابه مننه وکړه او ویې ویل چې دوه اړخېز تجارت ۳۰ فیصده پرمختګ کړی دی.

شوکت میرضیایف په سیپټمبر کې د ازبکستان د اتوکرات ولسمشر اسلام کریموف تر مړینې وروسته، د هغه هېواد سرپرست او په ډیسمبر کې ولسمشر وټاکل شو.

میرضیایف د پخواني شوروي له جمهوریتونو، په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیانو سره د اړیکو د پراختیا هڅې پېل کړې دي.

XS
SM
MD
LG