د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

افغان حکومت لندن کې ترورېستي حمله غندلې


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په لندن کې پر خلکو حمله غندلې ده.

د دې تر څنګ د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې په لندن کې پارلمان ته نېږدې حمله غمجنوونکې بللې ده او د قربانيانو له کورنیو سره‌یې غمرازي څرګنده کړې ده.

اعلاميه زیاتوي چې د یوې خوندي او باثباته نړۍ رامنځته کولو او د ترورېستانو جنایتکاري او تهديدونو ته د پای ټکی اېښودلو لپاره بايد د ترورېستي ډلو جوړوونکي او تمويل کوونکي په نښه شي.

دغه ترورېستي حمله د يو شمېر نورو هېوادونو مشرانو هم غندلې ده.

د نویو معلوماتو له مخې د بریتانیا پولیس وايي، لندن کې پارلمان ته نېږدې د پرونۍ ترورېستي حملې په تړاو يې اووه مشکوک کسان نیولي دي.

لندن کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې بریتانوي لوړپوړي افسر مارک راولې ويلي چې لندن، برمنګهم او نورو سیمو کې يې په شپږو ځایونو کې چاپې وهلې دي خو نور تفصیل‌يې ورنه‎کړ ځکه د ده په وينا پلټنې اوس هم روانې دي.

پولیسو د چهارشنبې په ماښام وویل چې پنځه کسان وژل شوي چې په‎کې يو افسر، حمله کوونکی او درې ملکيان وژل شوي دي چې موټر وهلي.

د لندن ښاروال صادق خان
د لندن ښاروال صادق خان

د لندن ښاروال صادق خان د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته په دې اړه وويل:

"حقيقت دا دی چې له څو کلونو راهیسې امنیتي تهديدونه زیات شوي چې په دې معنی ده چې د حملې احتمال زيات دی. داسې ډېر موارد شته چې زموږ د پوليسو په زړورتوب او زموږ د امنيتي ادارو په زيار سره د داسې حملو مخه نيول شوې ده. خو د ښار په توګه، موږ له ترورېستانو نه‌بېرېږو. مخکې مو څرګنده کړې چې دغو ترورېستانو ته څه ډول ماتې ورکړو او دا کار به په راتلونکي کې هم کوو."

د لندن د ترورېزم پر ضد مبارزې ادارې افسر مارک راولې وويل چې دې حمله کې اووه کسان ټپيان شوي چې روغتیايي وضعيت‌يې ډېر خراب دی.

د بریتانیا صدراعظمې ترېزا مې دغه حمله زړه بوږنوونکې او بده پېښه وبلله.

پوليسو ويلي، دا حمله يوه کس کړې ده خو ښايي نورکسان هم ورسره په‎کې لاس ولري.

پوليسو د حمله کوونکي نوم نه‎دی افشا کړی.

حمله کوونکي د ځايي وخت دوه نيمې بجې يو موټر په تېز سرعت سره د وېسټ منسټر پله د پليو کسانو پر لاره ورووست او خلک‌يې ووهل، وروسته دغه موټر له يوې کټارې سره ټکر شو.

پوليسو وويل چې حمله کوونکی وروسته له موټره راووت او د پارلمان د امنيت په پوسته کې يې پر يوه پوليس په چاړه حمله وکړه.

پوليسو دی په ډزو وويشت او کله چې يې د روغتون پر خوا روان کړ، مړ شو.

XS
SM
MD
LG