د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

هند د افغان هوايي ځواک د الوتکو د ترمیم د لګښتونو پر ورکولو غور کوي


هند له افغانستان سره د پوځي همکاریو د پراختیا د هڅو په لړ کې د افغانستان د هوايي ځواک د غیر فعالو روسي الوتکو د ترمیم د لګښتونو د ورکولو په اړه غور کوي.

د هند د پوځي کارپوهانو د اټکل له مخې د افغان هوايي ځواک د ۱۱ «مې-۳۵» هلیکوپټرو او اوو ترانسپورټي الوتکو د ترمیم او د پرزو د پېرلو لګښت ۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

په افغانستان کې د هند سفیر من پریت وهورا روېټرز خبري آژانس ته ویلي چې هندي پوځي کارپوهانو تېر کال افغانستان ته د سفر پر مهال د دې لګښتونو اټکل وکړ.

په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له دې چې ډېره برخه نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل، افغان حکومت په پرله‎پسې ډول له هنده د مرستې غوښتنه کړې او په داسې حال کې چې روسیه، چین او نور هېوادونه افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي، د هند چمتووالی ښيي چې دا هېواد هم په دې برخه کې لېوالتیا لري.

کابل کې د هند سفیر دا اوونۍ په یوه مرکه کې وویل، هند هغو ستونزو ته چې افغان ملي امنيتي ځواکونه په تېره د هوايي ځواک برخه کې ورسره مخامخ دي، ګوري چې څه ډول مرسته کولای شي.

د هند سفیر وايي، افغانستان ګڼ شمېر هلیکوپټرې او ترانسپورټي الوتکې لري چې د تاریخ تېرو یا ماتو پرزو له کبله غیر فعال دي.

من پریت وهورا وايي، هېواد به‌یې د دې الوتکو د ترمیم د لګښت له ارزونې وروسته په راتلونکو څو میاشتو کې په دې اړه پرېکړه وکړي.

د افغان هوايي ځواک ډېری الوتکې د پخواني شوروي په وخت کې اخیستل شوي خو پر روسیې چې د شوروي میراث خوره ده، د لوېدیځ د بندیزونو له کبله د افغانستان پوځ او ناټو له روسیې سره مستقیمه معامله نه‎شي کولای.

هند د دې بندیزونو پر رعایت مکلف نه‎دی خو د څلورو جنګي هلیکوپټرو د ورکولو له مرستې پرته افغانستان ته د نورو پوځي مرستو په برخه کې زړه نازړه دی او وايي چې لازم امکانات نه‎لري او ځکه له افغانستان سره د پرمختګ په چارو کې مرستې غوره ګڼي.

په کابل کې د هند سفیر وايي، هند له افغانستان سره د یوې مخکېنۍ موافقې له مخې د هغو الوتکو د انتقال لګښت ورکوي چې روسیې او د پخواني شوروي اتحاد پخوانیو جمهوریتونو ته د ترمیم او د پرزو د بدلولو لپاره استول کېږي.

د افغانستان او هند اړیکې خورا نېږدې شوي او دا دواړه هېوادونه پر خپل ګډ ګاونډي پاکستان تور لګوي چې په خپل قلمرو کې د فعالو افراطي اسلام‌پالو وسله‎والو ډلو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه‎کوي.

پاکستان په وار-وار خبرداری ورکړی چې دې هېواد کې د بې‌ثباتۍ راوستو لپاره باید هند ته د افغانستان له خاورې د کار اخیستو اجازه ورنه‎کړل شي.

افغان او امریکايي چارواکو د روسیې او طالبانو تر منځ د اړیکو پر پراخېدو اندېښنه ښودلې او وايي، دا کار به امنیتي وضعیت لا پېچلی کړي خو د هند سفیر وايي، نوې ډېلي د کابل تر ټولو نېږدې متحد دی او په اپرېل میاشت کې د روسیې په نوښت، په مسکو کې د سولې د خبرو په بل پړاو کې به د افغانستان د دریځ ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG