د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د نویو امنیتي پلانونو له مخې یې د کابل ښار ټولو ناحیو کې د جرمونو د مخنیوي لپاره تدابیر جدي کړي دي.
د کابل امنیه قوماندان حسنشاه فروغ دا خبره د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته په جنايي جرمونو کې د ښکېلو یو شمېر نیول شویو کسانو د ښودلو پر مهال وکړه.
ښاغلي فروغ وویل، کابل پولیسو د خلکو د شکایتونو او د کشفي ارګانونو د معلوماتو له مخې په یو لړ تازه عملیاتو کې یو شمېر کسان نیولي هم دي.
نوموړی وايي:
"د جنایتکارو دغه نیونې د دې ښکارندويي کوي چې پولیس له پخوا څخه فعال شوي، دغه ډله چې نن نیول شوې پخوا ورسره داسې چلند نهکېده، موږ نوي پلانونه لرو او د دغو ډلو د مخنیوي او ځپلو لپاره به کار پيل کړو."
د کابل امنیه قوماندان وویل، نیول شوي کسان د غلا، سړي تښتونې، سړي وژنې او د داسې نورو جنایي جرمونو په څلورو ګروپونو پورې اړه لري چې له اوږدې مودې راهیسې د خلکو او کورنیو د ستونزو لامل شوي وو.
امنیه قوماندان دا هم وویل، نیول شویو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې بهیې د لاڅېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د کابل امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې څو ورځې مخکې د دغو جنایتکارانو څلور تنه کابل ته په نېږدې شمالي سیمو کې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاریان د ښار اکثره ناحیو کې د غلاګانو او جنایي پېښو له زیاتوالي شکایت کوي.
د کابل ښار دوو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل:
"نوم مې رباني او د نهمې ناحیې اوسېدونکی یم، خلک د غلو له لاسه ډېر په تکلیف دي ان زر افغانۍ هم په جېب کې نهشئ ساتلی. هیله ده حکومت د غلو مخه ونیسي."
"د جلالاباد اوسېدونکی یم، دلته کار کوم. غلاګانې کېږي خلک په چړو وهل کېږي، حکومتیې مخه نهنیسي."
کارپوهان وايي، د جنایي جرمونو مخنیوي لپاره د کشفي ارګانونو پیاوړتیا او په ګمارل شوېو دندو کې د پولیسو جدیت او دقت اړین دی.
د دغو کارپوهانو له ډلې د کورنیو چارو پخواني وزیر فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل، له بده مرغه په پولیسو او کشفي ارګانونو کې دغه ظرفیت اوس هم کمزوری دی.
نوموړی وايي:
"یو ستر لاملیې د امنیتي ارګانونو ضعف دی چې دغسې پېښې رامنځته کوي. غوره لارهیې د امنیتي ارګانونو قوي کول او په دقیقه توګه د وظایفو ترسره کول دي. د دغسې پېښو مخنیوی کېدای شي خو دلته چې دا پېښې رامنځته کېږي یا د ارګانونو کمزوري ده او یا بېتوجهي ده."
خلک وايي، د جنایې جرمونو، غلاګانو او سړي تښتونې پېښې یوازې کابل کې نه بلکې ولایتونو کې هم د پخوا په پرتله زیاتې شوې دي.
خو د کابل د پولیسو مشر وايي، د جرمونو په کشفولو کې د خلکو مرسته ضروري ده.
دی پر خلکو غږ کوي چې د داسې اعمالو په پېښېدو سره دې پرته له ځنډه پولیسو ته اطلاع ورکړي.
راپور: خان محمد سیند