د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

دفاع وزارت د طالبانو له خوا د۴۰ ولسوالیو د واک ادعا ردوي


د افغانستان دفاع وزارت د وسله والو طالبانو هغه ادعا رد کړه چې له مخې ګوندې د دغه هېواد له ۴۰ څخه زیاتې ولسوالۍ د دغه ډلې په واک کې دي.

د یاد وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، وسله‎وال مخالفین د دولتي امنیتي ځواکونو په وړاندې د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او د خلکو د ویرولو لپاره له تشو تبیلغاتو کار اخلي.

نوموړی د طالبانو دا شان ادعاګانې د تبیلغاتي جګړې یوه برخه بولي او وايي چې دوی غواړي په دې توګه د جګړې ډګر کې ځانونه بریالي وښیي.

د یاد وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د یاد وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"ټول افغانستان کې د اتو ولسوالیو مرکزونه د مخالفینو په لاس کې دي او کله چې بهرني ځواکونه دلته وو، هم د دوی په لاس کې وې، نور خو ټول افغانستان کې دولت حاکم دی، ټول ولایتونه فعال دي ولسوالۍ فعالې دي، لويې لارې د ترافیکو پرمخ خلاصي دي او کله چې دعوه کوي چې د افغانستان ولسوالۍ او ولایتونه او ټول افغانستان يې په واک کې دی نو بیا دې راشي او دولت دې هم جوړ کړي نو زه خو په دې عقیده يم چې دوی د ماتې په حال کې دي او مات شوي دي."

وسله والو طالبانو د یوې تازه اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان په ۴۴ ولسوالیو د بشپړ واک درلودو ادعا کړې ده.

د دې ترڅنګ يې په درېیو هغه ولسوالیو هم د تسلط خبره کړې ده چې د دې ډلې له خوا هلمند او غور ولایتونو کې تازه جوړې شوي دي.

افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۳۶۴ ولسوالۍ لري چې دفاع وزارت د معلوماتو له مخې یوازې اته ولسوالۍ يې طالبانو تر کنټرول لاندې دي چې د بېرته نېولو لپاره يې هلې ځلې رواني دي.

دا په داسې حال کې ده چې نېږدې شپږ میاشتې مخکې د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش دفتر یا سیګار په خپل یوه راپور کې ویلي و چې افغان امنیتي ځواکونه يوازې د دغه هېواد په سلو کې په ۶۵ برخې واک لري خو افغان حکومت رد کړې وه.

د دې ترڅنګ افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت مشر جنرال جان نیکلسن ویلي و چې طالبان د نفوسو له پلوه د افغانستان په لس فیصده خاوره حاکم دي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان که څه هم د افغانستان یو شمېر سیمې ناامنه ګڼي خو وايي، په دې اړه دولت او مخالفین دواړو تبیلغات کوي.

د امنیتي چارو کارپوه زلمي وردګ په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل :

"تاسې که د کابل له ښاره ووځئ او نورو ولایتونو ته لاړ شئ نو ډېرو ولسوالیو ته څوک تللای نه‎شي، خو بیا هم کره شمېره نه‎ده معلومه که څه هم بهرنیانو هم وویل چې ۴۵ فیصده خاوره د مخالفینو لاس کې ده خو زه فکر کوم چې دواړه خواوې د یو بل د پرزولو لپاره تبلیغات کوي."

ښاغلي وردګ په دې باور دی چې خلک باید له افغان امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ټینګښت کې ونډه واخلي او خپل راتلونکی خوندي کړي.

دا لومړی ځل نه‎‌دی چې طالبان ورته ادعاوې کوي، خو دفاع وزارت تل دا ادعاوې رد کړي دي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG