د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

ټېلرسن: د داعش ځپل او له‎منځه وړل په نړۍ کې د امریکا لومړیتوب دی


په واشنګتن کې نن د داعش ضد نړیوال ائتلاف د غونډې دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د نړۍ د ۶۸ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، استازو او نړیوالو مؤسسو برخه اخیستې ده.

د دې نړیوالې غونډې د پرانیستلو پر مهال پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وویل، د داعش ځپل او له‎منځه وړل په منځني ختیځ کې د امریکا لومړیتوب دی.

ټېلرسن زیاته کړه چې امریکا به په عراق، سوریه، افغانستان او نورو هېوادونو کې چې داعش شته د پوځي زور له لارې دغه ډله ماته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د امریکا لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ویې‌ویل، دغو دوو هېوادونو کې تر اوسه امریکا دوه نیم میلیونه کسان د داعش له منګولو ژغورلي او ۵۰ زره کېلو متره سیمه‌یې ازاده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د داعش برید بُزدلانه برید وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

نوموړي زیاته کړه:

"په همدې میاشت کې لسګونه کسان هغه وخت ووژل شول او ټپیان شول چې د داعش کسانو د ډاکترانو په جامو کې د افغانستان پلازمېنه کابل کې پر یوه روغتون حمله وکړه. موږ پوهېږو چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ د جګړې ډګر کې د داعش د هلو ځلو مخه نیسي خو زموږ په ائتلاف کې یو ګډ قوت به داعش ته وروستۍ ضربه وي."

د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې له نېږدې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د داعش په اړه د ټېلرسن تر خبرو مخکې افغان چارواکو او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویلي و چې تېر کال افغانستان کې داعش ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په وروستیو کې د ناټو ویاند بېل سېلوان ویلي دي چې په روان ۲۰۱۷ میلادي کال کې د دوی هدف په افغانستان کې د داعش یو مخ له‌منځه وړل دي.

بېل سېلوان امریکا غږ ته دا تائید کړه چې نړیوال ځواکونه یوازې دا اجازه لري چې داعش او القاعده په افغانستان کې په نښه کړي او هغه وخت پر طالبانو حمله کوي چې افغان ځواکونه له دوی څخه د مرستې غوښتنه وکړي.

د داعش ضد نړیوال کنفرانس په لومړۍ ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر تر خبرو وروسته د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وینا وکړه او ویې‌ویل، وروسته تر دې چې داعش افغانستان، پاکستان، عراق، اروپایي هېوادونو او ټوله نړۍ کې له ماتې سره مخامخ شو نو دې ډلې بُزدلانه بریدونو ته مخه کړه.

په عراق کې اوس له داعشه د موصل ښار د بېرته نیولو پراخ عملیات روان دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د عراق صدراعظم ژمنه وکړه چې دا عملیات به د داعش تر بشپړې ماتې دوام وکړي او ټول به د موصل ښار د ازادۍ شاهدان وي.

XS
SM
MD
LG