د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

د لندن پولیس وايي ترورېستي برید د یوه ترهګر په ګډون ۵ تنه وژلي


د لندن پولیس وایي، د بریتانیا له پارلمان سره په پرونۍ حمله کې د برید کوونکي په ګډون لږ تر لږه ۵ تنه ووژل شول.

په وژل شویو کې هغه پولیس چې مشکوک حمله کوونکي په چاړه وهلی و او درې عام وګړي چې د وېسټ منسټر په پله پر لارویانو د برید کوونکي په موټر وهل شوي و، شامل دي.

پولیسو وویل، دوی ګومان کوي چې دغه حمله به چې لږ تر لږه شل تنه په‎کې ټپیان شول، یوه کس ترسره کړې وي.

پولیسو د دغې حملې په اړه د ترهګرۍ ضد څیړنې پیل کړي او دا یې نه‎ده رد کړې چې په هغې کې به نور کسان ښکېل نه‎وي.

د مشکوک برید کوونکي هویت تر اوسه نه‎دی څرګند شوی.

سپینې ماڼۍ وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د بریتانیا صدراعظمې ترېزا مې سره عدالت ته د دغې حملې د عاملانو په راکاږلو کې د متحده ایالاتو د بشړې همکارۍ ژمنه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر د لندن د پېښې په اړه وویل:

"موږ په څرګنده په وېسټ منسټر کې «Westminster» نننۍحمله چې بریتانیا یې یوه ترورېستي حمله بولي، غندو. موږ د دې ستاینه کوو چې د بریتانیا پولیسو او لومړنیو مسؤلینو د دغې پېښې په وړاندې چټک غبرګون وښود."

دغه حمله د نړۍ ګڼو مشرانو غندلې ده.

  • پخواني معلومات

په لندن کې د پولیسو په وینا ترورېستي برید د چهارشنبې په ماسپښین څلور تنه د یوه ترهګر په شمول ووژل او ۲۰ تنه‌یې ټپیان کړل.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د بریتانیا له صدراعظمې ترېزا مې سره د لندن د امنیتي وضعیت په اړه وروسته تر دې برید چې پرون د لندن په وېسټ منسټر سیمه کې وشو، خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وویل، د چهارشنبې ورځې د برید په اړه دواړو مشرانو خبرې وکړې او ټرمپ د امریکا د حکومت د ملاتړ اعلان وکړ.

سپینې ماڼۍ یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ خپله خواخوږي د بریتانیا له صدراعظمې ترېزا مې سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال وښوده او ژمنه‌یې وکړه چې امریکا هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند د لندن د پولیسو ستاینه وکړه چې ډېر ژر یې برید کوونکي ته ځواب ورکړ.

د سپینې ماڼۍ ویاند د لندن د پولیسو ستاینه یې وکړه
د سپینې ماڼۍ ویاند د لندن د پولیسو ستاینه یې وکړه

شان سپایسر واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

"د امریکا حکومت د لندن ښار او د هغه د با وقاره حکومت بشپړ ملاتړ د دې برید په تړاو کوي، څو د دې حملې عاملان عدالت ته راکاږل شي."

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل هم په یوه بیان کې ویلي دي چې دا د جرمني د خلکو په استازیتوب په کلکه د بریتانیا له خلکو سره ده چې کله پر دوی برید کېږي یا هر راز ترورېستي حمله کېږي.

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو په ټویټر کې ولیکل، زموږ فکر د لندن د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره دی او کاناډا د بریتانیا له خلکو سره ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د خپل هېواد خواخوږي څرګنده کړه او ویې‌ویل چې موږ به هېڅ‎کله د ترهګرو ملاتړ ونه‎کړو.

د هالنډ، ایټالیا، بلجیم، یونان، هسپانیا، ناروې او ترکیې مشرانو هم د بریتانیا له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

دا حمله پرون د لندن په وخت دوه بجې او ۴۰ دقیقې داسې وشوه چې یوه سړي په تېز سرعت د وېسټ منسټر سیمه کې موټر پر پیاده‌رو ور روان کړ چې لږ تر لږه دوه تنه‌یې ووژل، موټر بیا د لندن د پارلمان د ودانۍ تر څنګ د بیګ بین د ساعت له برج سره ودرېد.

تر دې وروسته همدا برید کوونکی له موټر راښکته شو او د پارلمان د ودانۍ خواته ورغی هلته‌یې یو ساتونکی په چاقو وواهه، نورو امنیتي ځواکونو پر دې سړي ډزې وکړې او ټپي یې کړ، خو کله چې یې دا کس د درملنې لپاره انتقالاوه ساه‌یې ورکړه.

د پولیسو کوم افسر چې په چاقو ټپی شوی و، هغه وروسته په روغتون کې وفات شو.

یوه ښځه چې د موټر له پېښې سره د پله له سره لاندې ټېمز سیند ته لوېدلې وه، ژغورونکو ژوندۍ راوایسته خو سخته ټپي شوې ده.

د فرانسې صدراعظم برنارد کزانووې دا تائید کړه چې په پېښه کې دوه فرانسوي زده کوونکي چې یو یې ۱۵ کلن او بل‌یې ۱۶ کلن دی، ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې درې تنه پولیسان هم دي.

په پاریس کې د ایفل برج څراغونه نیمه شپه د لندن د پېښې د قربانیانو په درناوي مړه شول.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په یوه پیغام کې وویل چې فرانسه په وروستیو کې د داسې بریدونو شاهده وه او ډېر احساسوي چې بریتانیایان څه ډول ځورېدلي دي.

پولیس وایي چې دوی تحقیقات کوي او ښایي د دې حملې تر شا نور کسان هم وي.

XS
SM
MD
LG