د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

قوقندي: هڅه کېږي پر پاکستان د سوداګرۍ اتکا نوره هم راکمه شي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، هڅه کېږي چی پر پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ اتکا نوره هم راکمه شي.

دغه وزارت وايي، سوداګري او ترانزیټي مسایل باید د سیاست او په سیمه کې د امنیتي مسایلو ښکار نه‌شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې له ۲ ۲۰۱ میلادي کال راپه دې‌خوا یې پر پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ د اتکا د کموالي لپاره هڅې پيل کړي چې تر اوسه‌یې ښه نتیجه هم ورکړې ده.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت پلان لري چې افغانستان د سوداګرۍ په لحاظ یو یا دوو هېواونو پورې تړلی نه‌وي.

مسافر قوقندي.
مسافر قوقندي.

نوموړي زیاته کړه:

"تل موږ په دې هڅه کې یو چې افغانستان له نړۍ سره نوې لارې پیدا کړي، غواړي په یو یا دوو هېوادونو باندې اتکا او تړاو څخه ځان وژغورو، کله چې ستونزه پېښېږي، نو د دا ځل په څېر به موږ نه‌زیانمېږو، هغه هېواد چې ستونزه رامنځته کوي زیات زیان ګوري."

ښاغلی قوقندي زیاتوي چې په دې اړه د ایران، هند او افغانستان تر منځ تړون هم لاسلیک شوی او له ایران، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو سره په دې اړه مسوده نهايي شوې او ژر به لاسلیک ته وړاندې شي.

هغه زیاتوي چې په هوايي ترانزیټ هم د هند په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره خبرې روانې دي څو له دې هېوادونو سره د هوا له لارې مستقیمه سوداګرۍ ولري.

حقجو: هند د سوداګریزو اړیکو لپاره هوايي لارې فعاله وي

له دې وړاندې افغان ولسمشر ویلي و، حکومت پلان لري چې افغانستان د سیمې د یو ترانزیټي هېواد په توګه بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي په تېره څه باندې یوه میاشت کې د پاکستان له لوري د تورخم او سپین‌بولدک د لارو د تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته نېږدې ۷۵ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلی وايي، له دې زیات پاکستان ته ځکه زیان اوښتی چې د مېوو په موسم کې یې د پاکستان لاره وتړله او افغانستان ته په لاره ټولې پاکستانۍ مېوې له‌منځه ولاړې.

ښاغلي پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې عام ذهنیت دا دی چې نور پر پاکستان باور کول بې‌ځایه خواري ده.

صیام الدین پسرلی.
صیام الدین پسرلی.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان خصوصي سکټور، عام خلک او حکومت په دې باور دي چې نور پر پاکستان باندې باور کول ښه کار نه‌دی او ښه نتیجه هم نه‌ورکوي، افغانستان څو ځلې پر پاکستان باور وکړ چې له بده‌مرغه موږ ته په میلیونو ډالرو زیان واوښت."

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د افغان حکومت دا اقدام ستايي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیدالرحمن عمران سپارښتنه کوي چې افغانستان باید د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو، ایران، ترکیې او چین باور ترلاسه کړي.

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې له بل هر وخته اوس افغانستان له ازبکستان، قزاقستان او یو شمېر نور هېوادونو سره ښې سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې لري او د لا پیاوړتیا په حال کې دي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG