د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

پنجاب پوهنتون کې د پښتنو محصلينو پر نوروزي جشن بريد شوى


پرون چهارشنبه د مارچ په ۲۱مه پښتنو محصلينو د پنجاب پوهنتون په انګړ کې د نوروز جشن جوړ کړى وو او د خوشالۍ اتڼونه‌يې کول چې وايي، د اسلامي جمعيت په نامه د محصلينو د يوه سازمان لسګونه کسان ورته راغلل او د لرګيو او کاڼو په وسيله‌يې بريد پرې وکړ او په نتيجه کې يې شااوخوا شل تنه محصلين ټپيان کړل.

په نښته کې ټپي شوي محصلين د لاهور جناح روغتون ته وړل شوي دي.

بازک خان مندوخېل هم له ټپيانو څخه دى وايي:

"موږ د نوروز جشن لمانځه قريباً دوه نيم-درې سوه محصلين وو، يوازې اتڼ مو کاوه او د خپلو کلتوري شيانو غرفې مو لګولې وې، نور نه د موسيقي پروګرام وو نه بل څه، خو د اسلامي جمعيت طلباء بدمعاش تنظيم کسان راغلل پر موږ يې بريد وکړ، بيا پوليس راغلل او دوى په ګډه موږ ووهلو او غونډه‌يې را خرابه کړه."

د نوروز او د پښتنو د کلتور لمانځلو دغه جشن د پښتنو د تعليمي ودې غورځنګ "پي. اي. ډي. اېم" له‌خوا جوړ شوى وو، د دې سازمان مشر مزمل خان وايي، دوى د جشن لپاره د پوهنتون له انتظاميې رسمي اجازه اخيستې وه، خو پر غونډه‌يې بريد وشو او پوليسو يې مخه ونه‌نيوله.

ښاغلی مزمل زیاتوي:

"دوى د تعصب او کرکې په اساس چې له پښتنو سره د بدو يو تاريخ لري پر موږ بريد وکړ، ۱۰-۱۲ هلکان‌يې زخميان کړل، څوک په خښتو لګېدلي او څوک‌يې په لرګيو وهلي دي، قريباً شپږ نجونې محصلينې هم زخميانې دي."

دغه محصلين وايي، راغلو بريدکوونکيو يې د غونډې خیمه او په هغه کې نندارې ته ايښي د پښتنو د کلتور شيان هم وسوځول، خو پوليسو پر ځاى د دې چې بريدګر يې نيولي وى، اوښکې بهوونکى ګاز يې وغورځاوه.

ټپي محصل بازک مندوخېل وايي، پر دوى يوازې او يوازې په دې خاطر بريد وشو چې دوى پښتانه وو او د نوروز جشن‌يې جوړ کړى وو.

دی زیاتوي:

"موږ په خیمو کې پټکي، سدرۍ او نور پښتني شيان نندارې ته ايښي وو هغه‌يې په بشپړه توګه وسوځول او پر موږ يې د حملې لپاره بشپړه تياره کړې وه، موږ په تش لاس وو هېڅ هم راسره نه‌و. پر موږ يې تش په دې خاطر بريد وکړ چې موږ پښتانه يو، نور هېڅ داسې څه نه‌و چې د پوهنتون د انتظاميې يا د قوانين خلاف کار دې موږ کړى وي."

خو د اسلامي جمعيت سازمان برعکس ادعا کوي او وايي چې دوى د مارچ د ٢٣مې لپاره د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت د جشن تابيا کوله او په دې اړه‌يې پرون يو انځوريز نندارتون پرانيستى وو چې ورباندې بريد وشو.

د پوهنتون د انتظاميې چارواکي وايي، مخکې يې هم په پوهنتون کې دننه په شخړو کې لاس لرونکي يونيم سل محصلين له پوهنتونه ايستلي، که په پرونۍ پېښه کې هر څومره محصلين لاس ولري، هغوى به هم له پوهنتونه خارج کړي.

هلته د پنجاب د قانون وزير رانا ثناءالله هم دا مني چې پښتنو محصلينو د جشن لپاره رسمي اجازه اخيستې وه، خو د اسلامي جمعيت سازمان محصلينو او له دباندې د دې سازمان راغلو ملاتړو ورباندې بريد کړى چې وايي، د هغوى د نيولو لپاره‌يې ګړندۍ پلټنې پيل کړې دي او تر نيولو وروسته به له قانون سره سمه سزا ورکړي.

د پنجاب د قانون وزير رانا ثناءالله
د پنجاب د قانون وزير رانا ثناءالله

نوموړی وايي:

"د اسلامي جمعيت سازمان چې يو مذهبي سياسي ګوند [جماعتِ اسلامي] يې ملاتړ کوي د دوى کسان راغلي وو او جشن کوونکي محصلين‌يې په کاڼو ويشتلي، په لرګيو يې وهلي ټکولي او غونډه‌يې ورګډوډه کړې ده، د دوى په ضد به قضيه درج شي او پر ضد به‌يې کلک ګامونه پورته کړل شي."

د پنجاب اعلى وزير شهباز شريف هم په پنجاب پوهنتون کې د محصلينو تر منځ نښته غندلې او د پېښې د پلټنو لپاره‌يې درې کسيزه کمېټه ټاکلې ده.

د پېښې پر ضد تېر ماښام پښتانه محصلين له پوهنتونه راووتل او د لاهور ښار پر بېلابېلو سړکونو يې احتجاج وکړ او ټايرونه‌يې په‎کې وسوځول چې ماخوستن ناوخته‌يې د پوليسو په غوښتنه احتجاج پاى ته ورساوه.

د يادونې وړ ده چې پنجاب پوهنتون کې د خېبر پښتونخوا، قبايلي سيمو او بلوچستان شااوخوا څلور سوه محصلين زده‎کړې کوي او دوى له تېرو دوو کلونو راهيسې هلته د پښتنو او بلوڅو کلتوري ورځې هم لمانځي چې په وار-وار د همدې اسلامي جمعيت مذهبي سازمان له‎خوا ورباندې بريدونه شوي دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG