د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

ولسي جرګه: حکومت دې پر ملت د سرپرست وزیرانو د کار دوام نه تحمیلوي


د افغانستان ولسي جرګه له حکومته په کلکه سره غواړي چې د سرپرستو وزیرانو پرځای دې، نوي کسان ولسي جرګې ته معرفي کړي.

د ولسي جرکې اداري پلاوي د دوشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د سر پرستو وزیرانو د کار دوام د قانون خلاف دی او حکومت دې دغه غېر قانوني عمل پرملت نه تحمیلوي.​

د ولسي جرګې غړیو د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې هغه وزارتونه چې سرپرستانو ته سپارل شوي، چارې يې له یوې ورځې نه بلې ته بې نظمه او کمروزي کېږي.

دوی وویل، سرپرست وزیران د اصلي وزیرانو په څېر اجرائیوي صلاحیتونه نه لري او له همدې له امله نه شي چې په ځینو مهمو مواردو کې تصمیم ونیسي او پرېکړې وکړي.

په دې اړه د ولسي جرګې د یو شمېر غړیو له بحثونو وروسته د یادې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې په دې ورځ یې د جرګې مشري کوله وویل چې د جمهور رئیس صلاحیتونه له قانون څخه پورته نه دي او هیله ده چې جمهوري ریاست ډېر ژر د سرپرست وزیرانو پرځای نور کسان ولسي جرګې ته معرفي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"له جمهور رئیس څخه جدي غوښتنه لرم چې د سرپرستانو بحث ته نوره خاتمه ورکړي، دا هېواد یوازې د جمهور رئیس نه دی او صلاحیت هم مافوق قانون نه دی، مهرباني دې وکړي کسان دي پر دغو پوستونو وګماري څو دولت له سقوط سره مخ نه شي."

د ولسي جرګې غړیو وویل، په قانون کې راغلي چې سرپرست وزیران یوازې دوه میاشتې قانوني صلاحیت لري چې د وزارت د سرپرست په توګه کار وکړي او له هغې وروسته د حکومت مکلفیت دی چې پرځای یې نوي کسان ولسي جرګې ته د باور رايیو د ترلاسه کولو لپاره ور وپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې اوس د افغان حکومت د شااوخوا لسو وزارتونو چارې، د سرپرستانو لخوا پر مخ بېول کېږي.

ولسي جرګې شااوخوا څلور میاشتې مخکې د حکومت ۱۷ وزیران د بودجې د لږ مصرف له امله استیضاح کړل چې له دوی څخه یې اووه سلب صلاحیت کړل.

حکومت د ولسي جرګې پرېکړه د تفسیر لپاره سترې محکمې ته ولېږله او سلب صلاحیت شویو وزارتونو ته یې د کار ددوام سپارښتنه وکړه چې دغه سلب اعتماد شوي وزیران تراوسه هم خپلو دندو ته دوام ورکوي.

دغه شان یو شمېر نورو وزارتونه هم شته چې د وزیرانو د استعفا له امله د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست چارواکي وايي، حکومت د سرپرستو وزیرانو پرځای د نویو وزیرانو ټاکلو ته تصمیم نیولی دی.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په دې اړه بحثونه دوام لري، په دې برخه کې به یو شمېر وزیران ډېر ژر یعنې د حمل د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د باور د رایو ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژني."

دا لومړی ځل نه دی چې ولسې جرګه د سرپرستو وزیرانو د کار له دوام سره مخالفت ښيي بلکې پخوا تردې يې هم څو ځلې له حکومته غوښتي چې د سرپرستو وزیرانو پرځاي نوي کسان ور وپېژني.

سربېره پردې د ولسي جرګې غړي داهم وايي، له وزارتونو پرته ځینې نورپستونه لکې ریاستونه او داسې نور هم شته چې د سرپرستانو لخوا اداره کېږي او حکومت یې باید په اړه تصمیم ونیسي.

خو افغان چارواکو وايي، دغوټولو ته تدابیر نیول شوي دي او وړ کسان به ورته ومومي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG