د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

ځوانان په نوي کال کې څه کوي؟ 


له ساړه ژمي راوتلي خلک د پسرلي هرکلی په مېلو او خوشالیو سره کوي.

د پسرلي له راتګ مخکې هغه ځوانان چې کوژدې یې کړي، خپلو کوژدنو ته جامې او نور شیان وروړي او د نوي کال په لومړۍ ورځ یې د لیدلو ارمان هم پوره کېږي.

په دې ورځ ځانګړي خواړه پخېږي، په ښارونو کې ځوانان پارکونو او مېله ځایونو ته ځي، خو په کلیو کې بیا ډېری ځوانان په زیارتونو کې ورځ تېروي.

د نوي کال د لومړۍ ورځې په مناسبت مو له سندرغاړې شمعې اشنا سره مرکه کړې او دا مو ترې پوښتلي چې ولې په افغانستان کې سندرغاړو د ځانګړو مناسبتونو لپاره ډېرې سندرې نه دي ویلي؟

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.

د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:51 0:00

XS
SM
MD
LG