د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د بدخشان پولیس: واورو ورېدو دغه ولایت کې د پوځي عملیاتو مخه نیولې


د بدخشان ولایت پولیس وايي، د واورو ورېدو د مخالفینو پر وړاندې د پوځي عملیاتو مخه نیولې ده او وايي، وسله‌وال مخالفین په دغه موسم کې په بشپړه توګه ونه‌ځپل شول.

د بدخشان ولایت امنیه قوماندان غلام سخي غفوري وايي، ټاکل شوې وه چې د مخالفینو د ځپلو لپاره، د دغه ولایت د وردوج او یمګان په ولسوالیو کې پوځي عملیات پیل شي، خو د واورو ورېدو او یخنۍ له امله، وځنډېدل.

ښاغلي غفوري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات به ډېر ژر پیل او د وردوج او یمګان ولسوالۍ به د حکومت لاس ته ورشي.

نوموړي زیاته کړه:

"روانې یخنۍ او د واورو ورېدو د عملیاتو د پرمختګ مخه نیولې ده، موږ په ژمي کې ورته عملیات لرل، خو د واورو د ورېدو له امله ونه‌توانېدو چې په عملیاتو کې ښه بریالیتوب ولرو، زموږ وېره په دې کې ده چې که عملیات وکړو او د ژمنیو عملیاتو په څېر لاسته راوړنه ونه‌لرو، موږ هڅه کوو چې زیاتې ستونزې پېښې نه‌شي."

خو ایا د هوا سړښت د پوځي عملیاتو مخه نیولی شي؟

جاوید کوهستاني.
جاوید کوهستاني.

د پوځي چارو پوه جاوید کوهستاني په دې اړه وايي:

"دا ډېره غیر منطقي ده چې ووایو، ډېرو ورښتونو او واورو زموږ د عملیاتو مخه ونیوله، حال دا چې د واورو ورښت کولای شي، د طالبانو فعالیتونه کمزوري کړي او د ځمکې او هوا له لارې ښه وپېژندل شي."

بدخشان ولایت د هېواد په شمال ختیځ کې پروت دی او له چین، پاکستان او تاجکستان سره پولې لري.

د دغه ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د یمګان او وردوج ولسوالۍ له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په واک کې دي.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجي نظري ازادي راډیو ته وویل، د افغان طالبانو تر څنګ، بهرني ترورېستان هم په دغو ولسوالیو کې شته او حکومت‌یې پر ځپلو بریالی شوی نه‌دی.

وسله‌والو مخالفینو ویلي چې سربېره پر دغو ولسوالیو، دوی د بدخشان ولایت د جرم، راغستان، او کوهستان ولسوالیو کې هم فعال دي.

بل‌خوا د بغلان او کندز له ولایتونو څخه رارسېدلي راپورونه وایي چې طالبان په ژمي کې په دغو ولایتونو کې ځپل شوي نه‌دي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي ازادي راډیو ته وویل، یوازې مرکز او د ولسوالیو مرکزونه د دولت په واک کې دي او د ده په خبره، طالبان د دغه ولایت پر ۵۰ فیصده خاوره واکمن دي.

امرالدین ولي.
امرالدین ولي.

نوموړي زیاته کړه:

"که د اراضي له نظره‌یې محاسبه کړو، د دغه ولایت ۵۰ فیصده ساحه د دولت او پنځوس فیصده د طالبانو په کنټرول کې ده."

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، په روان ژمي کې امنیتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پوځي عملیات کړي او ډېر ژر به په بدخشان ولایت کې هم ستر عملیات پیل شي.

دولت وزیري.
دولت وزیري.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

"پلان لرو او تصمیم نیول شوی په هغو ځایونو کې چې ګواښ ډېر دی او دښمن په‌کې موجود دی، هغه به له دښمن څخه پاک شي."

ښاغلی وزیري وايي، د هېواد په ځینو سیمو کې د هوا سړښت د عملیاتو د سستۍ لامل شوی، خو د ده په خبره د داعش ډلې په ګډون‌یې مخالفینو ته تلفات اړولي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG