د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

داعش د افغانستان او سیمې ثبات له ګواښ سره مخاخ کړی


د ګلوب اینډ میل ورځپاڼې د ملګرو ملتونو پر هغې غوښتنې یو راپور خپور کړی چې له افغان حکومت یې غوښتي په دې هېواد کې دې د ترهګرو د زیاتېدونکو ګواښونو مخه ونیسي.

ورځپاڼې په دې راپور کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ هغه پرېکړه لیک د رایو په پراخ توافق تصویب کړ چې له مخې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ تر اولسمې نېټې تمدید شو.

په پریکړه لیک په افغانستان کې داعش سره د تړلو وسله والو پر حضور او پیاوړتیا هم اندېښنه ښودلې شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په وینا افغانستان او د سیمې هېوادونو ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

ګلوب اینډ میل وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو په سیمه کې د تاوتریخوالي د راکمولو او د طالبانو، حقانې شبکې، القاعده او نورو سخت دریځو ډلو او بهرنیو ترهګرو د بریدونو د مخنیوي لپاره د د نړیوالې او سیمه ییزې امنیتي همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

ورځپاڼه وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چې د دې سازمان یوه پیاوړې ډله ده، همدارنګه په افغانستان کې په ورستیو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو هم ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې افغانستان ۳۴۹۸ ولسي خلک وژل شوي چې ۹۲۳ یې ماشومان دي.

په همدې کال کې ۷۹۲۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي چې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د ولسي خلکو لپاره د یو کال په اوږدو تر ټولو درنه مرګ ژوبله بلل شوې.

کرکټ ولډ:

بريتانوي ويبسايټ کرکټ ولډ د ايرلنډ په وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم پر وروستيو برياوو ليکنه خپره کړې ده.

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د مسابقو دغه لړۍ په هندوستان کې روانې دي.

په ليکنه کې راغلي، د افغانستان د کرکټ ملي ټيم کپټان اصغر ستانکزي په تېره مسابقه کې د سليزې په پوره کولو سره دېته زمينه برابره کړه چې افغانستان ايرلنډ ته د ٣٣٩ منډو هدف وټاکي او بالاخره دغه مسابقه د ٣۴ منډو په توپير وګټي.

کرکټ ولډ ويبسايټ ليکي چې دا د هندوستان په ګرېټر نويدا «Greater Noida» کې په پنځو يو-ورځنيو يا پنځوس-اووره مسابقو کې د افغانستان دويمه بريا وه.

د جمعې ورځې په مسابقه کې پچه يا ټاس افغانستان وګاټه او د بېټنګ کولو پرېکړه يې وکړه.

د ليکنې په وروستيو کې راغلي کله چې افغانستان سيال تيم ته د٣٣٩ منډو هدف ورکړ.

ايرلنډ په خپل ايننګ يا پاڼۍ کې يو وخت داسې حالت ته ورسېد چې بايد په ٢٠ اوورونو کې يې ١۵٣ منډې کولاى او ٧ ويکټې يې درلودې، خو د افغانستان ځوان توپ اچوونکي راشد خان ارمان له خوا د ٦ لوبغاړو سوځېدو د ايرلنډ لپاره لوبه ډېره سخته کړله.

XS
SM
MD
LG