د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۴

هُفینګټن پوسټ: افغانستان کې به مصیبت کله پای ته ورسېږي؟


په افغانستان کې به مصیبت کله پای ته ورسېږي؟ دا په هُفینګټن پوسټ ورځپاڼه کې د خپرې شوې لیکنې سرلیک دی.

په لیکنه کې شپاړس کاله وړاندې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر جورج بوش له خوا د طالبانو پر واکمنۍ د بریدونو د پیل راهېسې تر اوسه په افغانستان کې د جګړې له کبله د اوښتو مالي او بشري زیانونو یادونه شوې او په یوه برخه کې یې وايي،

سره له دې چې په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا په تاریخ کې د دې هېواد لپاره تر ټولو اوږده جګړه ده او دغلته تقریباً دوه نیم زره امریکايي سرتېري وژل شوي او شا او خوا دیرش زره نور ټپیان شوي، خو د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتي کمپاینونو کې دا جګړه هېره شوې او په انتخاباتي مبارزو کې نه یادیده.

هُفینګټن پوسټ ورځپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې ريښتیني تراژیدي او د دې هېواد د کلیوالي خلکو د کړېدو واقیعت دا دی چې دوی دننه په خپل هېواد کې د درې لورو له خوا ځپل کږي.

لېکوال وايي، له دې درې لورو یو هم طالبان دي چې په ریسټورانټونو، سماوارونو او روغتونونو کې چاودنې کوي او خلک وژني.

لیکنه وړاندې وايي، امریکايي ځواکونو هم تېر کال په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون بمباري وکړه چې د ناروغانو او ډاکتران په شمول یې ګڼ کسان مړه او ټپیان کړل.

ورځپاڼه همدارنګه د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې هم د افغانانو مرګ ژوبلې ته اشاره کوي چې یوازې تېر کال تر څلور زرو زیات سرتېري وژل شوي دي.

خپرونه لیکي، د افغانستان د جګړې درنه بیه په نړۍ کې د هلو کاسټ یاد تازه کوي چې نړۍ یې په اړه چوپه خوله ده.

د لیکنې لیکوال وړاندې وايي، په دې هېواد کې پرلپسې بشري او مالي زیانونه د افغانستان د فقیر اقتصاد لپاره دروند زیان دی.

د لیکنې لیکوال په پای کې وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ ته په افغانستان کې یوه بې نتیجې جګړه په میراث پاتې ده چېرې چې نه بریالیتوب لري او نه ماتې.

د لیکوال په وینا، نوموړي تر اوسه د دې جګړې په اړه خپله پالیسي نه ده په ډاګه کړې خو د لیکوال په وینا که چېرې ټرمپ د افغانستان جګړه پای ته ورسوي نو دغلته به یې بشري ژوند او شتمني دواړه ژغورلي وي.

ایرواشیا ریوو:

د ایرواشیا ریوو خپرونې بیا د افغانستان په اړه یوه لیکنه خپرې کړې چې سرلیک یې دی طالبان د پستې له ځنګلونو میلونونه ډالر ترلاسه کوي.

خپرونه د سیمه ییزو چارواکو له خولې وايي، د هرات په ولایت کې د پستو د خرڅلاو له درکه طالبانو تېر کال پنځلس میلونه ډالر ترلاسه کړي.

خپرونې د هرات د کُشک کهنه د ولسوال سید محمد چیشتي مودودي له خولې ویلي د کُشک کهنه ولسوالۍ د پیستو له حاصلاتو تر ټولو ډیره ګټه طالبان اخلي.

خپروه وايي د افغانستان د پیستو د ځنګلونو کمربند په شمال ختیځ کې تر بدخشان په شمال کې کندز او په جنوب کې هرات او بادغیس ته رسېږي چې په دې ډېرو سیمو کې دا مهال طالبانو خپلو فعالیتونو پراختیا ورکړې.

خپرونې د بادغیس د کرنې د رئیس حفیظ الله بنش له خولې ویلي چې په بادغیس کې حکومتي ځواکونه د پستو په ځنګلونو واک نه لري او دا په هغو سیمو کې دي چې د طالبانو تر واک لاندې دي.

XS
SM
MD
LG