د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو په اړه نړیوالې تبصرې


د هېل خپرونې په خپلې وروستۍګڼې د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو "SIV" موضوع یاده کړې.

خپرونه وايي، هغه افغانان چې هیله‎مند وو د امریکايي ځواکونو سره د کار په بدل کې به د امریکا ویزه ترلاسه کړې تېره اوونۍ ورته کابل کې وویل شول چې د دوی د ویزو غوښتنې به نورې ونه منل شي.

خپرونه زیاتوي، د هماغه ډله افغانان دي چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه د همکارۍ په ترڅ کې د امریکا د ویزو په دې ځانګړي پروګرام کې د شمولیت په بدل کې خپل ځان له خطر سره مخ کړی و.

د امریکا د متقاعدو سرتېرو یوې ډلې چې د ( VFAI) په نوم یې یو بنسټ رامنځ ته کړی د هېل خپرونې ته ویلي، دوی دا نوی اقدام ردوي.

د متقاعدو امریکايي سرتېرو د دې بنسټ چارواکو ویلي، د افغانستان او عراق له هغو اتباعو سره چې د امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ژمنه شوې چې دوی کولای شي د خوندیتوب لپاره امریکا ته ولاړ شي، خو امریکا په خپلې دې ژمنې وفا نه‎ده کړې.

د دې بنسټ چارواکو پوښتنه راپورته کړې او وايي، څنګه څوک له امریکایانو سره کار وکړي چې پوهېږي د ورځې په پای کې د ګواښونو په منځ کې یوازې پرېښودل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه اوونۍ مخکې وویل، د ځانګړو ویزو سهمیه په تمامېدو ده او د دې ویزو له تر لاسه کوونکو سره یې د مرکو بهیر د مارچ له لومړې نېټې ځنډولی دی.

یو شمېر امریکايي سناتورانو د دې اعلان په ځواب کې د سې شنبې په ورځ د افغان ترجمانانو لپاره د ۲۵۰۰ ویزو د صدور لایحه د امریکا سنا ته وسپارله.

ویل کېږي چې دا مهال تر لس زرو د زیاتو افغان ترجمانانو د ویزو غوښتنې تر غور لاندې دي.

کابل کې د امریکا سفارت د پنجشنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل:

"د کډوالۍ په اړه اجرائیوي فرمان په هکله په ټولنیزو رسنیو کې د شایعاتو برخلاف هغه افغانان چې قانوني ویزې ولري کولای شي د امریکا متحدو ایالتونو ته سفر وکړي."

واشنګټن پوسټ:

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا د هغه افغان په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې د امریکا فډرالي محکمې یې له امریکا څخه د ایستلو مخه ونیوله.

ورځپاڼې لیکلي:

د امریکا فډرالي محکمې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د ډونالډ ټرمپ د ادارې د هغه اقدام مخه ونیوله چې غوښتل یې یو افغان چې په همدې ځانګړې ویزې امریکا ته رسیدلی و، بېرته افغانستان ته ستون کړي.

ورځپاڼه وايي:

مخکې له دې چې د امریکا د مهاجرت د اداري چارواکي دا افغان بېرته خپل هېواد ته واستوي د امریکا د استناف محکمې د دې کس د مدافع وکيل د فوري غوښتنې په ځواب کې نوموړي ته په امریکا کې د موقتي استوګنې اجازه ورکړه.

دا افغان چې هویت یې د ده په خپله غوښتنه نه‎دی افشا شوی د دوشنبې په شپه د نیویارک هوايي ډګر ته رسیدلی و.

د دې افغان مدافع وکېل ویلي چې نوموړی پرته له دې چې وکېل ته لاس رسی ولري ۳۶ ساعتونه په هوايي ډګر کې په توقیف کې ساتل شوی و.

د روانې میاشتې په پیل کې هم امریکايي چارواکو په هوايي ډګر کې امریکا ته د یوې افغانې کورنۍ چې د (SIV ) په ځانګړي ویزه دغلته رسیدلي وو مخه نیولې وه.

خو وروسته د لاس انجلس یوې محکمې په ورته پریکړه کې امریکا ته د دې کورنۍ د ننوتو اجازه ورکړه.

XS
SM
MD
LG