د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

خلک: کندز کې ناامنیو بیا زور اخیستی او راتلونکي ته اندېښمن یو


د کندز یو شمېر اوسېدونکي، د ولایتي شورا غړي او د مدني ټولنو فعالان وايي چې دې وروستيو کې په دې ولایت کې نا امنیو یو ځل بیا زور اخیستی او خلک‌يې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.

د هغوی په وینا چې مرکزي حکومت او د دې ولایت سیمه‌ییزه اداره د امنیت په راوستو کې پاتې راغلې.

د کندز ښار څو تنو اوسېدونکو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"نقیب‌الله یم، امنیتي وضعیت بیا مخ په خرابېدو دی، په ځانګړي ډول د ښار دننه غله او غیر مسؤله وسله‎وال ډېر شوي او هم د ښار شااوخوا سیمو کې لا هم طالبان شته چې ټولو خلکو ته‌یې ستونزې جوړې کړي."

"محمد نبي یم، زموږ کندز ډېر ناامنه شوی جنګ د کندز ښار دروازو ته راغلی، ځکه چې مأموریت او مدیریت په‌کې نه‌شته، څو ځلې عملیاتونه پیل شول خو لا هم طالبان د ښار نېږدې څنډو کې موجود دي."

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا غړې بیا وايي چې دې ولایت کې څو ځلې تصفیوي عملیاتونه ترسره شول، خو لا هم د دې ولایت ډېره سیمه د وسله‎والو مخالفینو په کنټرول کې ده.

د کندز د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"مرکزي حکومت د کندز له خلکو سره ژمنې کړې وې چې دې ولایت کې د وسله‎والو طالبانو ټول پټن‌ځایونه له‌منځه وړي، خو تر اوسه پورې مرکزي حکومت خپلې ژمنې نه‎دي عملي کړي او څو ځلې په دې ولایت کې تصفیوي عملیاتونه ترسره شول خو لا هم د ښار په نېږدې سیمو کې طالبان حضور لري."

د کندز د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي
د کندز د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي

بل‎خوا په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین‌زر زون عمومي قوماندان لوی پاسول شیر عزیز کامه‌وال، د کندز خلکو ته ډاډ ورکوي چې وروسته له دې په دې ولایت کې وسله‎وال طالبان د خلکو پر وړاندې هېڅ ډول ستونزې نه‎شي جوړولای.

نوموړی وايي:

"د کندز ښار امنیتي کمربند کابو تکمیل شوی او موږ په یو شمېر مهمو سیمو کې لویې امنیتي قرارګاوې جوړې کړي او هلته امنیتي ځواکونه هم ځای پر ځای شوي چې لا هم تحکمیات جریان لري."

د کندز ښار د اوسېدونکو په وینا چې د دې ولایت دوهم ځل سقوط نه راپه دې‌خوا څو ځلې د وسله‌والو مخالفانو پر وړاندې تصفیوي عملیاتونه پلي شول، خو لا هم وسله‎وال طالبان د ښار په نېږدې څنډو کې فعاله حضور لري.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG