د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

پاکستان کې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې سرشمېرنه پیل شوه


په ټول پاکستان کې د کلکو امنیتي تدابیرو سره د سرشمېرني بهیر پیل شو.

دا تر شااوخوا دوو لسیزو وروسته لومړنۍ سرشمېرنه ده چې په پاکستان کې کېږي.

شااوخوا ۱۱۸۰۰۰ سروې کوونکو په ۶۳ سیمو کې نن چهارشنبه د سرشمېرنې کمپاین پیل کړ.

د دغو ډلو د خوندیتوب لپاره شااوخوا دوه سوه زره پوځي پرسونل هم شته چې نه‌یوازې د امنیت بلکې د دې څارنه هم کوي چې کورنۍ له ویرې پرته او په ډاډ سره خپل معلومات له سروې کوونکو سره شریک کړي.

د پاکستان د سرشمېرني مشر افسر اصف باجوه ویلي دا بهیر به د مې میاشتې تر پنځلسمې نېټې دوام وکړي.

اصف باجوه ویلي چې د پاکستان پوځ به د دې بهیر د لا شفافیت څارنه کوي، خو ویل کېږي دې اقدام د ملګرو ملتونو لپاره دا اندېښنه راپورته کړې چې وایي کېدای شي پوځ دلته د یوه موازي معلومات ټولونکي په توګه عمل وکړي.

د اصف باجوه په خبره په دې سروې کې به د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو دقیق شمېر هم معلوم کړای شي چې دغه اقدام د بلوچستان ایالت د ملت‌پالو ګوندونو له‌خوا تر سخت انتقاد لاندې راغلی.

بلوڅ مشران وېره لري چې په دې سره کېدای شي بلوڅان په اقلیت کې راشي.

ورته وېره په سند ایالت کې هم سیاستوالو راپورته کړې ده.

د سند ایالت سترې محکمې د سې شنبې په ورځ په دې اړه هم انتقاد کړی چې د سرشمېرنې په پاڼو کې د معلولو کسانو لپاره ځانګړی ستون یا برخه نه‌وه او غوښتنه‌یې کړې چې دا برخه هم باید په‌کې ځای شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت تېره اوونۍ اعلان کړی وو چې د معلولو کسانو شمېرنې جلا کېږي.

په کراچۍ کې د سرشمېرني د مرکز مرستیال کمېشنر فریدالدین مصطفی اسوشیټېد پرېس خبري اژانس ته وویل:

"زه پر ټولو خلکو غږ کوم چې د زړه له کومي په دې بهیر کې برخه واخلي تر څو موږ وکولای شو د خپلو وګړو په اړه ریښتوني معلومات ترلاسه کړو، موږ غواړو ډاډه کړو چې په دقیقه توګه شته واقعیتونه منعکسوو، په فدرال بودجې کې د سند ایالت د دقیقې ونډې معلومولو لپاره دا کار مهم دی."

د پاکستان په پارلمان کې څوکۍ د نفوس پر اساس ورکول کېږي، نو په ځینو بدلونونو سره یو شمېر ځواکمن کسان، سیاسي کورنۍ او اوسني نفوذ لرونکي وېره لري چې له دې سرشمېرنې سره ښایي دوی خپل نفوذ له لاسه ورکړي.

د مثال په توګه د پنجاب ځواکمن ایالت ښایي د سرشمېرنې په نتیجه کې د خپل سیاسي قدرت کمزورۍ وویني که چېرې د نورو ایالتونو په نسبت د دوی نفوس نه‌وي ډېر شوی.

پاکستان د نړۍ په سطح شپږم لوی نفوس لرونکی هېواد بلل کېږي چې وروستی ځل سرشمېرنه‌یې په ۱۹۹۸ کال کې شوې وه.

هغه مهال د پاکستاني اتباعو شمېر ۱۸۰ میلیونه ښودل شوی وو، خو اوس ګمان کېږي دا شمېره تر دوه سوه میلیونه هم لوړه وي.

دغه سروې به همداراز په دې هېواد کې چې اکثریت مسلمانان په‌کې دي، د نورو مذهبي اقلیتونو شمېر هم معلوم کړي.

د دې تر څنګ په لومړي ځل په هغه هېواد کې د نرښځیانو دقیق شمېر هم معلومېږي.

تر دې وړاندې د پاکستان د سرشمېرنې هڅې په هغه هېواد کې د ناامنیو له کبله ځنډول شوې وې.

هلته ډېری وسله‌والې ډلې د اسلام‌اباد حکومت پر وړاندي جنګېږي.

XS
SM
MD
LG