د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

د خواجه نظام الدین اولیا د ژوندانه په اړه بېلابېل نظرونه


نن د نړۍ د مشهورو صوفي درګاو څخه یوې هغې مشهورې درګاه ته تللي یو چېرته چې له سلګونو کلونو راپه دېخوا د روح د تذکیې په پار خلک راټولېږي.

هره ورځ او په خاص ډول د جمعې په شپه سلګونه د بېلابېلو مذاهبو او دینونو عقیدت مندان راځي او په دغه درګاه کې د عقیدت نذرانې وړاندې کوي، دلته له موسیقۍ سره یو ځای صوفیانه کلامونه یا قوالي کېږي او د هر مذهب او دین عقدت مندان په کې خپل خدای لټوي او د مرادونو غوټې سپړي.

محمد بن احمد بن علي دهلوي چې په شیخ خواجه سید محمد نظام‌الدین اولیا او یو شمېر نورو نومونو شاه نظام الدین اولیا، شیخ نظام الدین اولیا، نظام دهلوی او نظام الدین خالدي دهلوي مشهور و.

نوموړی د اتمې هجري پېړۍ له مشهورو مشایخو، صوفیانو او عارفانو څخه و چې په هندوستان کې یې د چشتیه طریقه مروجه او د اوج پوړیو ته ورسوله.

دا د نظام الدین اولیاء درګاه ده چې د هندوستان مرکز ډیلي د غیاث پور په نظام الدین کې موقعیت لري.

د خواجه نظام الدین اولیا د ژوندانه په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي ځینې وايي چې نوموړی د بخارا اوسیدونکی و او هملته زېږیدلی و، مګر ځیني نور بیا وايي چې پلار یې لاهور ته له بخارا مهاجر شوی و او وروسته نوموړی وزېږید.

د جامعیه اسلامیه پوهنتون د ژورنالېزم د ماسټرۍ د کورس محصل زیرک فهیم چې د خواجه نظام الدین اولیا پر تاریخ او مزار یې څېړنه کړې وايي چې خواجه په بخارا کې زېږیدلی دی.

نوموړی وايي چې دغه صوفي ته به سخن شکن هم ویل کېده او دا ځکه چې په مجلس کې به یې ډېر قوي دلیل وایه او د همدغه دلیل پر بنسټ به یې د نورو خبرې ماتولې.

د د زیرک په خبره چې د غیاث پور سیمه د وخت د حاکمانو له خوا نظام الدین ته ورکړل شوه، که څه هم نوموړي واده نه و کړی خو ورور یې واده درلود.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG