د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

یون: د مارچ ۸مې عصري لګښتونه دې پر کلیوالو مېرمنو ووېشل شي


د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ د افغانستان بېلابېلو سیمو کې داسې مهال لمانځل کېږي چې د نورو کالونو په پرتله سږ کال د ښځو لپاره د تاوتریخوالي په برخه کې تر ټولو سخت و.

تازه شمېرې ښيي چې د تېر کال په نسبت روان ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې د مېرمنو په وړاندې په تاوتریخوالي کې پنځه فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت په دغه هېواد کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بولي او دې برخه کې د لازمو برنامو د پلي کېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ
د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ

د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ ازادي راډیو ته وویل:

"هغه پېښې چې تر ننه پورې چې د ښځو چارو وزارت کې ثبت شوي تر اوسه لا څلورمه ربع پای ته نه‎ده رسېدلې، نو ۴۹۰۹ پېښې دي چې ۱۷۶يې په‎کې سختې پېښې ‌دي."

اغلې سپوږمۍ وردګ وویل، زیاتره سختې پېښې په داسې ناامنه سیمو کې رامنځته شوي چې دولت ورته لاسرسی نه‎لري ځکه خو يې عاملینو ته سزا هم نه‌ورکول کېږي.

هغه له دولته غواړي چې د مېرمنو د ژوند ښه کېدو په هدف د دوی د برنامو ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې د ښځو د ملاتړ یو شمېر ټولنې د دې تر څنګ چې تېرو څو کالونو کې د مېرمنو د لاسته راوړنو له امله خوښې دي خو روان کال کې د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د زیاتېدو لپاره اندېښمنې دي او وايي چې باید دولت په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د افغان ښځو شبکې یوې غړې نیلوفر شیرزاد ازادي راډیو ته وویل، روان کال کې دوی د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۳۵ پېښې ثبت کړي چې د دوی د تېرو کالونو د شمېرو په پرتله په سلو کې ۶۸سلنه زیاتوالی ښيي.

اغلې شیرزاد زیاته کړه:

"روان کال کې موږ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۳۵ قضیې ثبت کړي چې بېلابېلو برخو کې دي چې له بده مرغه که د فیصدي له مخې يې ووایو ۶۸ په سلو کې زیاتوالی ښيي چې ټولې له بده مرغه سختې وې چې یو شمېر يې په‎کې ناموسي وژنې وې."

اغلې نیلوفر وايي، هڅه‌يې کړې چې د قربانیانو کورنیو ته د عدالت غوښتنه وکړي او دا هلې ځلې به‌يې دوام لري.

له بله پلوه بیا د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د مارچ د اتمې پر غونډو نیوکې کوي او وايي چې دا د مېرمنو په درد نه‌دوا کېږي دولت او نړیواله ټولنه باید د دې غونډو د لګښتونو پر ځای د مېرمنو لپاره په لیرو پرتو سیمو کې روغتيايي او د صحي اوبو مرکزونه جوړ کړي چې اوس‌مهال‌يې د نه‌شتون له امله مېرمنې له ستونزو سره مخ دي.

د ولسي جرګې غړې ارین یون ازادي راډیو ته وویل، د مېرمنو په نوم چې څومره امکانات واخیستل شول په هغه اندازه د ټولنې دې قشر ته کار ونه‎شو.

د نوموړې په خبره د لیرو پرتو سیمو مېرمنې لاهم د بېلابېلو ستونزو څخه رنځ وړي.

یون: د مارچ اتمه دې عصري هوټلونو کې د لمانځلو پر ځای کلیوالو سره ولمانځل شي.
یون: د مارچ اتمه دې عصري هوټلونو کې د لمانځلو پر ځای کلیوالو سره ولمانځل شي.

اغلې یون وايي:

"په دې ډول لمانځلو سره‌يې زه بېخي طرفداره نه‌یم ځکه کوم لګښتونه چې د ښځو د غونډو په نوم په عصري هوټلونو کې کېږي باید دا د هغو ښځو چې په اطرافو کې پرتې دي او د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ژوند له لومړیو سهولتونو څخه هم بې‌برخې دي دا پیسې دې په هاغه سیمو کې مصرف شي او دوی دې فکر وکړي چې اتم د مارچ ولمانځل شو."

د ښځو چارو وزارت هم د مارچ د اتمې غونډې د ښځو د ستونزو حل نه‌ګڼي خو وايي چې په‎دې محفلونو کې باید تشې وعدې ونه‎شي د مېرمنو لپاره د عملي کارونو کول هم اړین دي.

خو له دې ټولو سره-سره افغان دولت که څه هم د مېرمنو په وړاندې پرتې ستونزې مني خو د یو شمېر لاسته راوړنو یادونه هم کوي.

د افغانستان اجرائيه ریاست وايي، د ملي یووالي حکومت د ښځو حقونو ته ژمن دی او هڅه کوي چې ستونزې يې حل کړي.

اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل، بېلابېلو برخو کې مېرمنو پرمختګونه کړي چې سیاسي ونډه او اقتصادي پراختیا يې د یادولو وړ دي.

هغه وویل، په داسې حال کې چې زموږ یو شمېر مېرمنې د فقر تر کرښې لاندې ژوند تېروي اقتصادي برخه کې يې ونډه د خوښۍ ځای دی.

ښاغلي عبدالله د دولت سیاسي برخه کې د ښځو ونډه د پام وړ وبلله او ویې‌ویل دولت په تصمیم نیونه کې مېرمنو ته پراخه ونډه ورکړې ده.

ښاغلي عبدالله د دولت سیاسي برخه کې د ښځو ونډه د پام وړ وبلله
ښاغلي عبدالله د دولت سیاسي برخه کې د ښځو ونډه د پام وړ وبلله

سیاسې برخه کې د ښځو د عدالت غوښتنې یو بنسټ د دولت په سیاسي برخه کې د مېرمنو ونډه زیاته بللې او په یو راپور کې يې ویلي چې اوس‌مهال د افغانستان کابینه کې د څلورو ښځینه وزیرانو او اته معینانو تر څنګ د ولسي جرګې ۲۷ په سلو کې د ولایتي شوراګانو ۲۰ په سلو کې د مشرانو جرګې ۹ په سلو کې انتخابي او ۵۳ په سلو کې انتصابي غړې مېرمنې دي چې دا د ګاونډیو هېوادونو په پرتله په سیاسي برخه کې د مېرمنو ډېره ونډه په ډاګه کوي.

اجرائيه رئیس د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون جوړول د ښځو د حقونو تأمین ته د افغان دولت ژمنتیا وښوده او ويې‌ویل، تعلیمي ادارو کې د مېرمنو پراخه ونډه بله ستره لاسته راوړنه ده چې تېرو څو کلونو کې ورته افغان دولت رسېدنه کړې ده.

د افغانستان د معارف وزارت د معلوماتو پر اساس د ۹ عشاریه ۲ میلیونه زده‎کوونکو له ډلې يې ۴ میلیونه نجونې دي چې تر څنګ‌يې د ۱۹۵ زره ښوونکو ۳۲ په سلو کې مېرمنې دي چې دا معارف وزارت کې د مېرمنو پراخه ونډه ښکاره کوي.

اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي یادونه هم وکړه چې په خبره‌يې ځورونکی دی، هغه وویل په دې برخه کې یوې ملي او سراسري مبارزې ته اړتیا ده.

نوموړي وویل:

"د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په مقابل کې یو ملي سراسري اجماع ته اړتیا ده، دې برخه کې نړیواله ټولنه، مدني نهادونه، دیني عالمان سیاسي څېرې او قومي مشران باید ټول یوځای د دې ناوړه پدیدې په اړه یوځای شو چې دا هر څه ستاسې په همکارۍ شونې ده چې د ټولو ظرفیتونو او فهرستونو څخه په دې پاک اقدام کې ګټه واخلو."

ښاغلي عبدالله وویل، په یو شمېر سیمو کې ناامني د دې لامل شوې چې مېرمنو ته په بېلابېلو برخو کې د کار مخنیوي وکړي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د ملاتړ بنسټ مشره عادله حسیني هم اقتصادي برخه کې د ښځو پرمختګ ته خوشحاله ده او وايي، دې سره مېرمنې په خپلو پښو درېدای شي.

مېرمن حسيني ازادي راډیو ته وویل:

"تېرو ۱۰-۱۱ کالونو کې مېرمنې ډېرې لاسته راوړنې لري، په دولت کې ونډه ورکړل شوې په انجوګانو کې يې دندې اخیستي او بلاخره په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې يې ډېر پرمختګونه کړي دي."

هغه نه‌یوازې دا چې پرمختګونه یادوي بلکې د ستونزو یادونه هم کوي او وايي، کلتوري محدودیتونه، په بدو کې د ښځو ورکول، وهل ټکول، په کم عمرۍ کې ودونه، جنسي ځورونې او په کاري چاپېریال کې تبعیض هغه څه دي چې د مېرمنو په ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی.

د ولسي جرګې غړې ارین یون بیا دولت ګرم بولي چې ولې يې لا هم په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورنه‎کړ او د مېرمنو ستونزو ته‌يې د پای ټکی کېنه‎ښود.

د ولسي جرګې دا غړې له دولته غوښتنه کوي چې باید کابل ته د ټول افغانستان له زاويې ونه‎ګوري او په ولایتونو او ولسواليو کې د مېرمنو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG