پاکستاني مشران اکثره وختونه له چین سره اړیکې له شاتو خوږې بولي او وایي، چینیې په هر ډول حالاتو کې نېږدې ملګری پاتې شوی خو له امریکا سرهیې اړیکې دا ډول رومانټیک اړخ نهلري.
د اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې کله چې د ټرمپ د ادارې پالېسي د خپلو نېږدې متحدانو په اړه واضح شي دا به وموندي چې پیکېنګ پاکستان ډېر کلک په خپله غېږه کې نیولی او ورسره ژمنهیې کړې چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به د دې هېواد د انرژۍ، لارو او تأسیساتو او د صنعت په سکټورونو کې د ۴۶ میلیارده ډالرو پانګونه وکړي.
د اسوشیټېډ پرېس په وینا دغه مالي مرسته به د دې هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.
خو واشنګټن بیا د دې خلاف په دې برخه کې چې پر پاکستان تر څه حده خپل نفوذ وساتي، باور له لاسه ورکړی دی.
یو زیات شمېر امریکایي پالېسي جوړونکي چې د پاکستان په وړاندې ناهیلې شوي، دا هېواد د ترهګرۍ ځاله بولي او وایي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې له حملو وروسته د دې هېواد له اقتصاد او امنیت سره د امریکا د شااوخوا ۳۰ میلیارده ډالرو مرستې هېڅ نتیجه نهده ورکړې.
خو د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې که امریکا ځان شاته کړي، دا بهیې سیمه کې چې د سخت دریځۍ مرکز دی، واکمني کمزورې او د کړکېچونو له مختلفو بڼو سره مخامخ ده، د ثبات لپاره وړتیا کمزورې کړي.
د پاکستان د اپوزېسیون ګوند مشر او د پخوانۍ وژل شوې صدراعظمې بېنظیر بوټو زوی بلاول بوټو په دې وروستیو کې له واشنګټنه د کتنې په ترڅ کې ویلي و چې دی داسې احساس کوي چې پاکستان او امریکا یو ځل بیا غیر ضروري متحدین دي.
د راپور له مخې له پاکستان سره امریکا وروسته له هغې مرستې کمې کړي چې امریکایي کوماندو ځواکونو په ۲۰۱۱ کال اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه او هم په ګاونډي هېواد افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور له کمېدو سره نور پاکستان د امریکا لپاره خپل لومړیتوب له لاسه ورکړ.
د ډونالد ټرمپ له وړاندیزونو سره چې غواړي ډیپلوماسي او بهرنۍ مرستې کمې کړي، ښایي له پاکستان سره مرستې لا نورې کمې شي.
خو ټرمپ ته به چې له سخت دریځۍ څخهیې د امریکا د خوندي کولو ژمنه کړې ډېره ګرانه وي چې پاکستان ته شا کړي ځکه ویل کېږي د القاعده مشر ایمنالظواهري په دې هېواد کې پټ دی او اسلاماباد دغهراز د افغانستان د سولې پروسه کې یو کلیدي لوبغاړی بلل کېږي.
دې ته په پام سره چې شااوخوا اته نیم زره امریکایي ځواکونه افغانستان کې حضور لري، امریکا په دې کې هم ډېرې ګټې ویني چې پاکستان له خپلې خاورې د وسلهوالو طالبانو د حملو مخه ونیسي.
د اسوشیټېد پرېس آژانس د راپور له مخې چین هم پاکستان کې سخت دریځۍ ته اندېښمن دی، په تېره بیا د اویغور قومي ډلو ته چې د راپورونو له مخې د افغانستان پاکستان د پولې اوږدو کې یې د ځان لپاره پټنځایونه جوړ کړي دي.
ویل کېږي دوی له القاعده او طالبانو سره اړیکې لري خو پر دې سربېره چین پاکستان کې خپلې ستراتیژیکي او اقتصادي ګټې هم ویني.
د پاکستان او چین تر منځ اتحاد د چین د یوه کمربند او یوې لارې د پروژې چې آسیا له اروپا سره نښلوي اساسي برخه جوړوي.
چین به د هند سمندر ته لاسرسي سره چې پاکستانیې ورته زمینه برابروي، له منځني ختیځه د تېلو د واردولو لپاره د جنوب ختیځې آسیا په مالاکا تنګي خپله اتکا ډېره راکمه کړي او هم به په وچه کې راګېر د خپلې خاورې د ختیځې برخې د اقتصاد له غوړولو سره مرسته وکړي.
د پاکستان د پلان او پرمختګ وزیر احسن اقبال د چین د دغې پانګونې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دغه پانګونه بهیې د هېواد د برېښنا د کمښت او نورې ستونزې ډېرې راکمې کړي.
د هغه هېواد چې شااوخوا ۲۰۰ میلیونه نفوس لري او هلې ځلې کوي چې بهرني شرکتونه دې هېواد ته چې د دوامدارو شخړو له امله پانګونې ته زړه نهښه کوي، راجلب کړي.
د پاکستان د پلان او پرمختګ د وزیر په وینا چینایي خصوصي پانګهوال په پام کې لري چې ۳۵ میلیارده ډالر د انرژۍ د تولید او د انرژۍ د لېږدولو پر پروژو ولګوي.
د دغې پانګونې په نتیجه کې به تر ۲۰۱۸ کال پورې پاکستان د شااوخوا ۱۰ زره مېګا واټه برېښنا څخه برخمن شي.
دغهراز د چین په څه باندې ۱۰ میلیارده ډالرو پور سره د سړکونو، د اورګاډو د پټلۍ او نورو تأسیساتو ډېرې پروژې بشپړې شي.
د اسوشيټېد پرېس د راپور له مخې که څه هم ټرمپ تر اوسه د پاکستان په وړاندې خپله پالېسي نهده روښانه کړې خو کانګرس له دې وړاندې پر دې هېواد د امریکا د مرستو مخه نیولې ده.
تېر کالیې د امریکا په مرسته پر پاکستان د اف ۱۶ جېټ الوتکو پلورل بند کړل او سږ کالیې په ائتلاف کې د ملګرتیا په خاطر د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرسته تر هغو بنده کړې چې د امریکا د دفاع وزیر دا تصدیق کړي چې پاکستان د طالبانو د هغې ډلې په وړاندې جدي اقدام کړی چې د امریکا پوځ او د استخباراتو ادارې یې له اوږدې مودې راهیسې غوښتنه کوي.
اسوشیټېد پرېس چین ته د پاکستان د ورنېږدې کېدو یو بل عامل هند بولي چې له امریکا سرهیې اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي.
هغه هېواد پر خپلې دښمنۍ سربېره له چین سره هم د پولو پر سر یو ځل جګړه کړې ده.
پاکستان د دې لپاره چې چینایي پانګهوالو ته ډاډ ورکړي چې پانګونهیې نهضایع کېږي، ویلي چې که د انرژۍ سیمهییز شرکتونه هغوی ته په پیسو ورکولو کې پاتې راشي حکومت بهیې پورونه پرې کړي او د چینایي پروژو د کارکوونکو د امنیت د خوندي کولو لپاره به هم ۱۵ زره ځواکونه ځای پر ځای کړي.
په پوځي برخه کې هم پاکستان له چین سره اړیکې پیاوړې کړي.
دواړه هېوادونه په ګډه د «JF-17» تندر جېټ الوتکې تولیدوي چې دا د دې بله نښه ده چې چین د امریکا ځای نیسي.
د پاکستان د مرکزي بانک پخوانی رئیس عشرت حسین وایي، په اقتصادي برخه کې د امریکا مرستو د چین د پانګونې خلاف په پاکستان کې کومه نښه نهده پرېښې.
د هغه په وینا د چین پانګونه به ښایي څو کاله وخت ونیسي چې نتیجه ورکړي خو هغه به د انرژۍ د کمښت په ګډون د دې هېواد ډېرې ستونزې هوارې کړي.