د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د ارزګان والي وايي طالبان غواړي دا ولایت د خپل مرکز په توګه وټاکي


د ارزګان چارواکي وايي، وسله‎وال طالبان غواړي ارزګان تر خپل کنټرول لاندې راولي او ګاونډيو ولایتونو ته لاسونه وغځوي.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په يوې ځانګړې مرکه کې وویل، ارزګان چې د افغانستان مرکزي ولایت دی، ځکه نو وسله‎وال طالبان غواړي دغه ولایت د خپل مرکز په توګه وټاکي او په خبره‌يې که مرکزي حکومت ارزګان ته جدي پاملرنه ونه‎کړي نو د دغه ولایت څخه به ناامني د افغانستان نورو ولایتونو ته وغځېږي.

نوموړی وايي، ارزګان ته د وسله‎والو طالبانو لوړپوري مشران هم راغلي او دغلته د خلکو سره په سلا مشورو بوخت دي.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټی
د ارزګان والي محمد نذیر خروټی

ښاغلي خروټي زیاته کړه:

"موږ ځیني معلومات ترلاسه کړي چې په هغو سیمو کې چې د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې دي، یو شمېر کسان راغلي، پلونه جوړوي یعنې ځان خلکو ته انجنیر یادوي، څه موده مخکې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب هم ارزګان ولایت ته راغلی و."

خروټي وویل، مرکزي حکومت د ارزګان د امنیت برخه کې خپلو کړو وعدو ته ژمن نه‎دی پاتې شوی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې دمخه د افغانستان امنیت شورا هم د پسرلي موسم په راتلو سره د ارزګان په ګډون د یو شمېر ولایتونو د امنیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

له دې سره د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین هم ورته څرګندونې لري.

په ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزی وايي چې درې میاشتې کېږي چې افغان امنیتي ځواکونو ارزګان ولایت کې د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي خو لا اوس هم وسله‌وال طالبان د ترینکوټ ښار په یو کېلو مترۍ کې شتون لري او امنیتي ځواکونه په دې نه‎دي توانېدلي چې شااوخوا سیمې له وسله‎والو طالبانو تصفیه کړي.

په ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزی
په ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزی

ښاغلي بارکزي زیاته کړه:

"د ارزګان خلک په ډېرو سختو شرایطو کې شپې-ورځې تېروي هره ورځ موږ پولیس له لاسه ورکوو، د پولیسو مورال ورځ تر بلې ضعیفه کېږي."

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت مسؤلین بیا په دغه ولایت کې د پرمختګ خبر ورکوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي چې دوی ارزګان کې د هر ډول بریدونو پر وړاندې چمتووالی لري.

نوموړی وايي، موږ د ارزګان امنیتي وضعیت په خپل لومړيتوبونو کې راوستی او زموږ عملیات اوس هم یاد ولایت کې روان دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

ښاغلی وزیري وايي:

"ارزګان کې موږ یوه لویه لوا لرو چې په هغه کې ډېر قوت پروت دی، که بیا هم نورو ځواکونو ته اړتیا شوه په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو موجود دی له هغه ځايه‌يې ورته استوو."

بلخوا د مسؤلینو په خبره وسله‌والو طالبانو له تېرو ۶ میاشتو راهیسې د ارزګان ولایت د ټولو ولسوالیو لارې له مرکز ترینکوټ سره د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG