د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

جاپان تیار دی څو د لانجمنو ټاپوګانو په اړه روسیې ته یو پلان وړاندې کړي


جاپان روسیې ته په هغو ټاپوګانو کې د اقتصادي همکاریو وړانديز کړی چې دواړه هېوادونه‌یې د ملکیت ادعاوې کوي.

په هغه راپور کې چې د نیکې اسیا ریویو «Nikkei Asia Review» خپرونې د فبرورۍ په ۲۵مه خپور کړی ویل شوي چې د جاپان حکومت دغه وړاندیز په دې خاطر کوي چې د هوکاېدو «Hokkaido» په شمال لوېدیځ کې دغو وړو شاړو ټاپوګانو ته له اقتصادي پلوه وده ورکړي او هغه د سیلانیانو په تېره بیا د جاپاني سیلانیانو د جلبولو پر یوه مرکز بدل کړي.

د دغه پلان له مخې به چاپاني او روسي شرکتونه په ګډه د سیلانیانو لپاره په کښتیو کې د سېل سفرونه تنظیموي.

روسیه چې په اوس وخت کې د دغو ټاپوګانو اداري چارې مخ ته وړي، هغه د جنوبي کورېلز په نوم یادوي خو جاپان‌یې هم د ملکیت ادعا کوي او هغه د خپلې خاورې شمالي برخه بولي.

د جاپان حکومت د وړاندېز له مخې په هوکاېدو کې روغتیایي مرکزونه او پوهنتونونه به دغو ټاپوګانو ته ښایي د انټرنټ له لارې خدمات وړاندې کوي.

جاپان همداراز وړاندیز کوي چې د سلمون او نورو کبانو او سمندري ژویو د نیولو او پروسس لپاره دې ګډ تأسیسات جوړ شي.

که څه هم دغه ټاپوګان چې شااوخوا ۲۰ زره کسان په‎کې اوسي د روسیې تر واکمنۍ لاندې دي خو د قانوني ملکیت پر سر یې لانجه په خپل حال پاتې ده.

خو د نیکي اسیا رېویو خپرونې په لیکنه د اوس لپاره دغه مسئله شاته غورځول شوې او یوازې د دغو ټاپوګانو د اقتصادي پرمختګ په اړه پرېکړه شوې ده.

د دغو څلورو ټاپوګانو پر سر لانجه له څو لسیزو راهیسې روانه ده.

دغه ټاپوګان چې د پخواني شوروي ځواکونو د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې لاندې کړي، د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې خپل سیورۍ غوړولی او دواړه تر اوسه نه‎دي توانېدلي چې د دغې جګړې له پای ته رسېدو وروسته په رسمي ډول په خپلو کې د سولې تړون لاسلیک کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جاپان صدراعظم شینزو ابې په تېر ډیسمبر میاشت کې د دغو ټاپوګانو لپاره د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې کړې وي خو د پام وړ کوم لوی پرمختګ خبر نه‌و ورکړل شوی.

ټاکل شوې ده چې د دواړو لورو مرکچیان به د مارچ په اتلسمه په توکیو کې بیا غونډه وکړي او په‎کې به د دغو وړاندیزونو په اړه بحث او خبرې وکړي.

تمه ده چې د دغو خبرو مشري به د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اېګور مورګولوف «Igor Morgulov» او د هغه جاپاني سیال تاکیو اکیبا «Takeo Akiba» کوي.

تمه ده چې دواړه خواوې د پوتین او ابې له کتنې مخکې په دې اړه یوه موافقه ترلاسه کړي.

په پام کې ده چې د روسیې ولسمشر او د جاپان صدراعظم د روان کال په وروستیو کې سره وګوري.

XS
SM
MD
LG