د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

فعالان: نړېواله ټولنه دې پاکستان په تور لېست کې شامل کړي


فعالان: نړېواله ټولنه دې پاکستان په تور لېست کې شامل کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

نن په کابل کې د پاکستان پرضد اعتراضیه غونډه وشوه، په دې غونډه کې د مدني فعالانو سربېره لسګونو نورو کسانو هم ګډون کړی و او د پاکستان پرضد یې شعارونه ورکړل. مدني فعالانو د افغانستان د ختیځو ولایتونو پرځینو سیمو د پاکستاني پوځ له خوا راکټي بریدونه د افغانستان پر خاوره د پاکستانیانو ښکاره تېری وباله. دوی د پاکستان پرضد شعارونه ورکول ، ویل یې افغان حکومت نور باید د پاکستان پر دروغجنو وعدو تېر نه وځي. همدا راز مدني فعالانو له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ وویل چې نړیواله ټولنه باید د پاکستان د سرغړونو په اړه چُپ پاتې نه شي او دغه هېواد باید په تور لېست کې شامل کړي. ویډیو او ایډېټ: محمد ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG