د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

ډورفمن: اروپا کې د افغان کډوالو په وړاندې کله هم دوه‎ګونی چلند نکېږي


په داسې حال کې چې د جرمني څخه د ایستل شوېو افغان کډوالو درېیمه ډله د پنجشنبې په ورځ کابل ته را ورسېده د اروپايي پارلمان یو پلاوی وايي، ډېر شمېر افغانان ځکه په اروپا کې نه منل کېږي چې اقتصادي کډوال دي.

د اروپايي پارلمان د پلاوي غړي هربرټ ډورفمن د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا وخت په اروپا کې د کډوالۍ موضوع سیاسي شوې خو د ده په خبره په اروپا کې د افغان کډوالو په وړاندې کله هم دوه‎ګونی چلند نه‎کېږي.

د اروپايي پارلمان د پلاوي غړي هربرټ ډورفمن
د اروپايي پارلمان د پلاوي غړي هربرټ ډورفمن

نوموړی وايي:

"موږ پوهېږو چې اروپايي ټولنې ته راتلونکي ډېر افغانان اقتصادي کډوال دي او دا هغه څه دي چې اروپا کې یې د افغان کډوالو پر پناه اخیستلو اغېز کړی دی ولې موږ په دې لګیا یو چې دا ستونزه څنګه حل کیدای شي، یوه حل لاره شاید دا وي چې موږ د افغانانو لپاره د قانوني کډوالی لړۍ پیل کړو ولې دا هغه څه دي چې لا وروستي شوي نه‎دي."

د اروپايي پارلمان دغه پلاوي د افغان چارواکو او د ولسي جرګې غړو سره د خبرو اترو لپاره د لومړي ځل لپاره کابل ته سفر کړی دی.

دا پلاوی وايي چې د تېرو درېیو ورځو راهیسې یې افغان چارواکي هڅولي څو په دې هېواد کې د وضعیت له ښه کېدو سره اروپا ته د افغانانو د غیرقانوني ورتګ مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وایي، د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې شاوخوا درې نیم لکه افغانانو اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسولي دي.

له دې ډلې یې ځينې هېوادونو په لسګونه افغانان رد کړي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

په دې لړ کې د پنجشنبې په ورځ هم د جرمنې څخه ۱۸ هغه افغان کډوال بېرته کابل ته راولېږدول شول چې د پناه غوښتنې یې رد شوي خو د کډوالو چارو وزارت وايي چې دا کار د پخواني تفاهم له مخې شوی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د اروپايي پارلمان د غړو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې اروپا ته تلونکي ډېری افغانان د امنیتي ستونزو له امله ځي نه د اقتصادي مشکلاتو له امله.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکارحفیظ احمد میاخېل ازادي راډيو ته وویل:

میاخیل: اروپا ته تلونکي ډېری افغانان د امنیتي ستونزو له امله ځي
میاخیل: اروپا ته تلونکي ډېری افغانان د امنیتي ستونزو له امله ځي

"زموږ اکثره هېوادوال د ناامنیو له امله هېواد پریښودلو ته اړ شوي دي خو د دې ترڅنګ په دې کې یو شمېر داسې افغانان هم شته چې دوی پرته له کوم مجبوریته هېواد پریښی او اروپايي هېوادونو ته یې مخه کړې ده."

ښاغلی میاخېل وايي چې افغان حکومت د اروپايي ټولنې او ځينو نورو هېوادونو سره داسې تړونونه لاسلیک کړي چې د کډوالو په وړاندې په هر اقدام کی باید دوه اړخېزه تفاهم موجود وي.

هېواد ته په زور راستانه شویو کډوالو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې بیا بیل ویلي چې د ناامنیو له امله یې په هېواد کې خپلې شتمنی خرڅې کړي او بیا راګرځېدلو یې ژوند خورا تریخ کړی دی.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG