د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

افغان کرکټ لوبډله سبا جمعه زیمبابوې سره یو ورځنی لوبه لري


ټاکل شوې ده چې سباجمعه د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د زیمبابوې له ملي ټیم سره په مرکز هرارې کې یوه ورځنۍ لوبه وکړي.

افغان لوبډلې د زیمبابوې د روان سفر په ترڅ کې تر اوسه درې لوبې کړې دي چې دوه یې ګټلي دي یوه یې بایللې ده.

افغانستان له زیمبابوې سره د دې سفر په ترڅ کې ټولې پنځه یو ورځنۍ لوبې کوي، که سبانۍ لوبه افغانستان وګټله نو دا لړۍ به خپله کړي، خو که زیمبابوې افغان لوبډله ماته کړه، د یو ورځنیو لوبو دا لړۍ به مساوي شي او پنځمه لوبه به بیا ټاکونکې شي.

XS
SM
MD
LG