د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د پاکستان پوځ خپل هېواد کې د "رد الفساد" په نوم عملیات اعلان کړل


د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونه د ترهګرو پر ضد د عملیاتو لپاره چمتو شوي دي.

د پاکستان پوځ د خبرپاڼې له مخې پلي پوځیان، هوایي ځواکونه، سمندري ځواکونه، ملېشه او نور ټول امنیتي ځواکونه به د "رد الفساد" په نوم عملیاتو کې برخه واخلي څو په هېواد کې د ترهګرو ځالې له‌منځه یوسي.

د پاکستان پوځیان او پولیس له نېږدې یوې اوونۍ راپه دې‌خوا په تیارسی حالت کې وو او تېره ورځ‌یې د پوځي عملیاتو امر ترلاسه کړ.

په څه باندې یوې اوونۍ کې د پاکستان په څلورو ایالتونو کې تر سلو ډېر کسان د مشکوکو ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د پنجاب لاهور، د سند لال شهباز قلندر زیارت، د بلوچستان د کوټې ښار او د خېبر پښتونخوا چارسده د خونړیو بریدونو او چاودنو ځایونه وو.

تر ټولو ډېر کسان د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ماښام د لال شهباز قلندر په زیارت کې ووژل شول، هلته شاوخوا ۸۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

تر دې خونړیو بریدونو وروسته د پاکستان د واکمن مسلم‎لیګ نواز یوې مشرې ماروي میمن وویل چې هېواد به‌یې د پاکستان له دښمنانو غچ واخلي.

دا وايي:

"موږ ټول دا نیت لرو چې دا مبارزه تر اخره مخته یوسو، پرته له څه شکه چې موږ به په‎کې بریالي شوو، دا ډول تلفات مو لرل چې هم په‎کې ښځې وې او هم ماشومان او موږ ټولو دا کتل. هېڅ‎کله به‌یې ونه‌بخښو او هېر به‌یې نه‎کړو. د پاکستان له هر دښمنه به انتقام واخلو."

په پاکستان کې یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې پوځ به په ټول هېواد کې د یاغیانو هڅې راکمې کړي.

د پوځي چارو پاکستانی کارپوه طلعت مسعود فرانس پرېس اژانس ته وویل، د دې عملیاتو په ترڅ کې به په پنجاب کې د یاغیانو مرکزونه په نښه شي او د هغوی هڅې به ورسره کمزورې شي.

په پاکستان کې وروستي بریدونه ډېرو بهرنیانو وغندل او افغان ولسمشر له لومړیو کسانو څخه و چې د پاکستان له ولس سره‌یې خواخوږي څرګنده کړه.

اشرف غني په ورته وخت کې پر دې ټینګار وکړ چې د ترورېستانو په منځ کې باید د ښه او بد توپیر ونه‌شي او ټولو ته باید په یوه سترګه وکتل شي.

د وروستیو نړیوالو غبرګونونو په لړ کې په اسلام‎اباد کې د امریکا سفیر ډېوېډ هیل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال اعزاز احمد چوهدري سره پرون وکتل او دا بریدونه‌یې وغندل.

ښاغلي هیل ټینګار وکړ چې امریکا به له پاکستان سره همکاري وکړي چې د ترهګرو شبکې له‌منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG