د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

والسټریټ ژورنال: افغان ځواکونو د "جنرال دوستم"کور محاصره کړ


د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې په کابل کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د کور شاوخوا د امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کیدو په اړه لیکنه کړې او سرلیک یې دی”افغان امنیتي ځواکونو د ولسمشر د لومړي مرستیال کور محاصره “ کړ.

ورځپاڼه لیکي:

افغان امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د عبدالرشید دوستم کور د دې لپاره محاصره کړی و څو نوموړی اړ کړي چې د افغانستان لویې څارنوالۍ ته د ده له ۹ ساتونکو څخه پر دوی د لګېدلو تورونو په اړه د تحقیقاتو زمینه برابره کړي.

د والسټریټ ژورنال په وینا، د عبدالرشید دوستم پرضد د افغان چارواکو دا حرکت د دوستم د ملېشو چې شمېر یې زر تنو ته رسېږي او افغان ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر رامنځ ته کړی دی.

ورځپاڼه د افغان حکومت د یو ویاند له خولې وايي، تر هغې چې د احمد ایشچي د تورونو په اړه تحقیقات بشپړ شوي نه وي او د ښاغلي دوستم د هغو ساتونکو د محاکمې لپاره چې دې قضیه کې تورن دي زمینه نه وي برابره شوي.

ښاغلي دوستم ته به اجازه ورنه کړل شي چې د خپل کار هغه دفتر ته ورشي چې دده له کوره تر یو کیلومتر لږ څه زیاته فاصله لري.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه وايي، د ښاغلي دوستم د دفتر رئیس بشیر احمد فرهمند ورته ویلي چې کابل کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د کور محاصره کول غیرې مترقبه و او دوی نه پوهېږي چې په سیمه کې ځای پر ځای شوي ځواکونه د امنیت د ټینګښت او که د امنیت د ګډوډۍ لپاره دغلته راټول شوي وو.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم پر همدې موضوع لیکنه کړې او په یوه برخه کې یې وايي، د لویې څارنوالۍ له انتقادونو وروسته د دوشنبې په ورځ افغان پولیسو ژمنه وکړه چې اقدام به وکړي او د همدې لپاره د سې شنبې په ورځ د سلو په شاوخوا کې امنیتي ځواکونو په کابل کې د عبدالرشید دوستم کور د نوموړي د هغو نهو ساتونکو د نیولو لپاره محاصره کړ چې د دوستم د یو رقیب احمد ایشچي په تښتولو او پرې د جنسي تیري په تورونو تورن دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، په ۲۰۰۸ میلادي کال کې هم د جنرال عبدالرشید دوستم د کور شاوخوا هغه مهال ورته وضیعت رامنځ ته شوی و چې پر نوموړې د ناسم چلن تورونه لګیدلي وو.

ورځپاڼه وايي، هغه مهال دې وضعیت یو کال دوام وکړ او ښاغلی دوستم په خپل کور کې د فعال حبس لاندې و تر هغې چې ترکیې ته له تبعید سره یې موافقه وکړه.

د نیویارک ټایمز په وینا د دې تورونو سربېره ښاغلی دوستم د ازبک اقلیت په منځ د خپل ټول شهرت سره پاتې شو او په ۲۰۰۹ میلادي کال کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي نوموړی له ده سره په انتخاباتي کمپاین کې د مرستې لپاره بېرته له ترکیې کابل ته راوست.

نیویارک ټایمز وايي، ولسمشر اشرف غني هم په ورته توګه د ښاغلي دوستم پر ماضي سترګې پټې کړې او د ۲۰۱۴ میلادي کال په انتخاباتو کې یې نوموړی خپل لومړی مرستیال غوره کړ.

خو د لیکنې لیکوال وايي، د دې لرلید چې جنرال عبدالرشید دوستم دې د یوې کمې مودې لپاره هم د افغانستان د حکومت کنټرول خپل کړي لویدیځو ډیپلوماټانو او افغان سیاستوالو ته د اندېښې وړ دي.

د نیویارک ټایمز په باور، سربېره پر دې چې ښاغلی دوستم له ولسمشر غني سره په یو انتخاباتي ټکټ انتخاب شوی، خو له ولسمشره یې فاصله پیدا کړې او شکایت کوي چې تجرید شوی او پاملرنه ورته نه کېږي.

نیویارک ټایمز وايي، د جنرال دوستم سابقې چې د کورنیو جګړو پر مهال د یو جنګسالار په توګه په ډله ییزو وژنو تورن دی، پر هغو ګواښونو زیاتونه کړې چې ښايي د حکومت پر ضد به خپل دریځ واړوي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، ولسمشر اشرف غني تر انتخاباتو مخکې جنرال عبدالرشید دوستم ”پیژندل شوی قاتل“ بللی و .

همدارنګه ولسمشر ته نېژدې کسانو له هېواده بهر د ولسمشر غني د سفر پر مهال د عبدالرشید دوستم سرپرست پاتې کیدل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG