د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

جرمني د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ چټکوي


جرمني د هغو پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر چټکوي چې تېر کال‌یې په دې هېواد کې د پناه غوښتنه رد شوې ده.

په دې لړ کې د چهارشنبې په ورځ پنځوس تنه افغان پناه غوښتونکي بېرته کابل ته استول کېږي.

دا له جرمني څخه د هغو افغانانو د ایستلو او کابل ته د استولو درېیمه جوپه ده چې په جرمنې کې یې د پناه غوښتنه رد شوې.

جرمني پولیس وايي، د درېیم ځل لپاره د پنځوس رد شویو افغانانو دا ډله د افغانستان او جرمني د حکومتونو تر منځ د اکټوبر په میاشت کې د شوې موافقې له مخې افغانستان ته استول کېږي.

په اکټوبر کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دی مایزیر ویلي و، د افغانانو بېرته ستنول نورو هغو افغانانو ته چې جرمني ته‌یې د سفر موزې پښو کړي یو پیغام دی چې جرمني له افغانستان څخه په کم شمېر کې پناه غوښتونکي مني.

په ورته وخت کې راپورونه وايي، د جرمني کابینې هغه پلان تصویب کړی چې له دې هېواد څخه د هغو کډوالو ایستل اسانوي چې د پناه غوښتنه‌یې رد شوې ده.

د هغې طرحې له مخې چې د چهارشنبې په ورځ د جرمني کابینې تائید کړه، بېرته خپلو هېوادونو ته د رد شویو پناه غوښتونکو استول به چټک شي او ډېر شمېر کسان به بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل چې په راتلونکي سټمبر کې له عمومي انتخاباتو سره مخ ده، پرله‌پسې یې د هغو خلکو د ایستلو لپاره پر ملي هڅه ټینګار کړی چې د پناه غوښتنه‌یې رد شوې ده.

جرمني په دې وروستیو کې په ګڼ شمېر کې د افغانانو ایستلو ته مخه کړې.

خو پر دې اقدام‌یې په جرمني کې یو شمېر هغو فعالانو او د بشري حقونو ډلو سخت انتقادونه کړي چې افغانستان ته د یو خوندي هېواد په سترګه نه‌ګوري.

دوی وايي، له جرمني شړل کېدونکي افغانان په خپل هېواد کې له ګواښ او خطر سره مخ کېدای شي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، په داسې حال کې چې جرمني د سوریې په څېر جګړه ځپلو هېوادونو کډوالو ته ځای ورکړی، چارواکي یې استدلال کوي چې کابل او د افغانستان ځینو نورو برخو ته په خوندي توګه رد شوي پناه غوښتونکي بېرته استولی شي.

چېرې چې جرمني ځواکونو د ناټو د هغو هڅو یوه برخه ده چې په دې هېواد کې یې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره کوي.

جرمني همدارنګه پلان لري هغه کسان ونیسي چې بېرته خپلو هېوادونو ته د تګ مهالوېش‌یې ټاکل شوی او عامه امنیت ته ګواښ ګڼل کېدای شي.

همدارنګه د هغو کسانو لپاره چې په خپله خوښه بېرته ستېنږي، د ستنېدو مرکزونه او مالي مرستې په پام کې لري.

له جرمني څخه د رد شویو پناه غوښتونکو د بهیر د چټکولو دا طرحه باید د جرمني پارلمان هم تائید کړي.

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۶ میلادي کال په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د ولسي خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره مرګونی کال بللی، د بخښنې نړیوال سازمان له جرمني څخه د افغان کډوالو پر ایستلو انتقاد کړی.

په جرمني کې د بخښنې نړیوال سازمان مشر مارکوز بیکو وايي، تېر کال په افغانستان کې وضعیت وښوده چې کړکېچن دی نوموړي زیاته کړې، دې هېواد ته د کډوالو بېرته وراستول د بشري حقونو له درناوي سره اړخ نه‌لګوي.

خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان شمال او مرکز کابل دومره خوندیتوب لري چې دوی رد شوي افغان پناه غوښتونکي ورواستوي.

XS
SM
MD
LG