د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

نی: د "جنبش" ګوند ویاند دې له رسنیو بخښنه وغواړي


"نی" یا په افغانستان کې له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج د څرګندونو په غبرګون کې وایي چې پر رسنیو د ناسمو تورونو لګول او د هغو سپکاوی د منلو وړ نه‎دی.

د دغې ادارې مشر صدیق‌الله توحیدي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې رسنۍ مکلفې دي چې خلکو ته اطلاعات ورسوي هغه که د چا په ګټه وي او که په زیان.

ښاغلي توحیدي له ته‎ینج څخه وغوښتل چې د خپلو ادعاوو په اړه وضاحت ورکړي او له رسنیو بخښنه وغواړي.

د نی ادارې مشر صدیق الله توحیدي
د نی ادارې مشر صدیق الله توحیدي

نوموړی وايي:

"ښاغلی ته‎ینج باید دې برخه کې وضاحت ورکړي، که د رسنیو په وړاندې اسناد ولري هغه باید وړاندې کړي او له هغې پرته مجبوره دی تر څو د هېواد له ټولو رسنیو بخښنه وغواړي."

دا په داسې حال کې ده چې د جنبش ګوند ویاند او د ولسي جرګې غړی بشیر احمد ته‎ینج د کابل ګارنېزیون له‎خوا د جمهور رئیس د لومړي مرستیال د کور شااوخوا ته د امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په هکله د ځینو رسنیو د راپورونو په غبرګون کې په خپل فیسبوک‎پاڼه کې پر رسنیو سخت انتقاد کړی او ویلي چې رسنۍ اجیرې دي.

د نی ادارې مسؤلان د ښاغلي ته‎ینج دا عکس‌العمل غیر قانوني ګڼي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر افغان لوړپوړو چارواکو رسنیو او خبریالانو ته سپکاوی کړی او ان یو شمېر خبریالان په ځینو مواردو کې د هغوی له‎خوا ګواښل شوي هم دي.

د نی مسؤلان وایي چې د نوې ملي جبهي په نوم د حکومت سیاسي اپوزېسیون مشر انوارالحق احدي هم څه موده وړاندې رسنۍ مزدورې بللي.

دغه‌راز تېره اوونۍ د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په یوې ټلوېزیوني خپرونه کې خبریالانو ته د ليونيانو خطاب وکړ چې سخت غبرګونونه‌یې هم راوپارول.

خو د خبریالانو او د رسنیو انتقاد دا دی چې له هغو کسانو سره په سمه توګه قانوني چلند نه‎دی شوی چې یو شمېر رسنۍ او خبریالان‌یې ګواښلي او هغوی ته‌یې سپکاوی کړی.

له بلې‎خوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، که رسنۍ په رسمي ډول له ښاغلي ته‎ینج نه شکایت وکړي دا وزارت به د رسنیو شکایتونو ته جدي رسیده‎ګي وکړي.

د دغه وزارت ویاند محمد صابر مهمند په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"که رسنۍ، د سرغړونو ځانګړي کمېسیون او د رسنیو عالي شورا ته شکایت وکړي موږ له رسنیو ملاتړ کوو."

د رسنیو یو شمېر ملاتړې ادارې وایي، له رسنیو او خبریالانو سره ناوړه چلند دوی ته د منلو وړ نه‎دی او لازمه ده چې عدلي او قضایي ارګانونه دا ډول قضیې په جدي توګه وڅېړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG