د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

کابل چاپ ورځپاڼو د افغانستان پر ګڼو موضوعاتو مقالې خپرې کړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې له امریکایي سناتورانو سره د ولسمشر غني خبرو آترو او د امنیتي ځواکونو له خوا د جمهور رئیس د لومړي مرستیال د کور محاصره کولو ته ځانګړي کړي دي.

سرخط ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې ولسمشر غني له یو شمېر امریکایي سناتورانو سره ولیدل او پر بېلابېلو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

په مطلب کې راغلي چې سناتورانو په افغانستان کې له شويو پرمختګونو څخه ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی چې امریکا به له دې هېواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ویسا ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې همدې موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې ولسمشر غني او امریکایي سناتورانو له سیاسي او امنیتي مسایلو سربېره پر اقتصادي برخو په تېره د پانګې اچونې په اړه هم خبرې کړي.

د مطلب لیکوال د ارګ د اعلامیې پر اساس څرګنده کړې چې امریکایي سناتورانو ویلي چې افغانستان کې ښه پرمختګونه شوي او نورو اقداماتوته هم اړتیا ده.

دې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د کور د محاصرې په اړه هم یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې د ښاغلي دوستم له قوله په غټو ټکو لیکل شوي، که په کابل ښار کې کومه پېښه وشي بانکونه او عامه شتمنۍ به چور شي.

انیس دولتي ورځپاڼې هم پر همدې مسئلې مطلب خپور کړی او د جنرال دوستم دا خبره یې خپره کړې چې وایي، دی تل د هېواد پر ثبات فکر کوي او په افغانستان کې د امنیت ټینګښت یوه اړتیا بولي.

په مطلب کې د جنرال دوستم په حواله راغلي چې افغانستان په یوه حساسه مرحله کې ده او روانه وضع پری اغېز لري.

او ملي آرمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د عبدالرشید دوستم له قوله ویلي چې د ده د اوسېدو ځای د امنیتي ځواکونو له خوا نه دی محاصره شوی.

په مطلب کې همدا راز د جنرال دوستم له قوله ویل شوي چې دی له ولسمشر سره اختلاف نه لري خو هغه ته ځینې نېږدې کسان ورته ناسم ذهنیت ورکوي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG