د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

بابر فرهمند: امنیتي ځواکونه د جنرال دوستم د کور له شااوخوا تللي


جنرال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کسان وايي، هغه امنیتي ځواکونه چې د کابل د شیرپور سیمه کې د جنرال دوستم د کور شااوخوا راټول شوي وو، د سې شنبې پر ماښام بېرته له دې سیمې تللي او خپل تجهیزات‌یې ورسره وړي.

د سې شنبې په ورځ د شیرپور سیمه کې د جنرال عبدالرشید دوستم د کور شااوخوا ګڼ شمېر افغان امنیتي ځواکونه له سپکو او درنو وسلو سره ځای پر ځای شوي وو چې ظاهراً یې د ولسمشر د لومړي مرستیال کور محاصره کړی و.

د جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رئیس بابر فرهمند ازادي راډیو ته دا رد کړه چې ګوندې افغان امنیتي ځواکونو دې د ښاغلي دوستم کور محاصره کړی وي، خو نوموړي وویل، دوی نه‌پوهېږي چې د دوستم د استوګنې د ځای شااوخوا کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه د څه لپاره ځای پر ځای شوي وو؟

د جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رئیس بابر فرهمند
د جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رئیس بابر فرهمند

نوموړي وویل:

"که څه هم موږ هڅه وکړه، له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره مو اړیکې ونیولې، لکه د افغانستان د ملي امنیت رئیس او د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره، هېڅ یو د قناعت وړ ځواب نه‌درلود او بې‌خبري یې ښودله. خو د ورځې په جریان کې مو د رسنیو له لارې د کابل ګارنېزیون د قوماندان جنرال احمدزي څرګندونې واورېدې چې ویل‌یې دغلته‌یې یو لړ امنیتي عملیات لرل، دا د شیرپور سیمه کې امنیتي تدابیر وو چې د لومړي مرستیال «جنرال دوستم» کور هم په همدې سیمه کې دی."

ښاغلي فرهمند وویل، د سې شنبې په ماښام پرته له دې چې دوی په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د راټولېدو په سبب پوه شي، هغوی له سیمې څخه بېرته ولاړل.

تر دې مخکې یوې معتبرې دولتي سرچینې ازادي راډیو ته ویلي و، د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم تر هغې پورې خپل کاري دفتر ته د تلو حق نه‌لري چې د احمد خان اېشچي له‌خوا پر ده لګېدلي تورونه، نه‌وي څېړل شوي.

دې دولتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط څرګنده کړې وه چې د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا نن د جنرال دوستم د کور د محاصره کولو هدف هم همدا و چې ښاغلی دوستم ولې دوه ورځې وړاندې خپل دفتر ته تللی دی.

دې دولتي سرچینې همدارنګه، ازادي راډیو ته وویل، ښاغلی دوستم باید خپل هغه نهه ساتونکي هم څارنوالۍ ته حاضر کړي چې د اېشچي قضیې په اړه ترې څارنوالي تحقیق کول غواړي.

د کابل ګارنېزیون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي د سې شنبې په ورځ په شیرپور کې د امنیتي تدابیرو په اړه ازادي راډیو ته وویل، شیرپور کې یې د تصفیې او تلاشۍ لپاره امنیتي سرتېري ځای پر ځای کړي وو چې د نوموړي په وینا د دوی د دوامدارو هڅو یوه برخه ده.

د کابل ګارنېزیون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي
د کابل ګارنېزیون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي

خو دا چې دا تصفیه او تلاشي د څه شي وه ښاغلي احمدزي یې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

بل‎خوا روېټرز خبري اژانس وايي، ښاغلي دوستم د سې شنبې په ورځ په خپل کور کې خپلو یو شمېر ملاتړو ته په وینا کې ویلي چې د ده پر ضد هر ډول اقدام به حکومت کمزوری کړي.

ښاغلي دوستم زیاته کړې چې خپلو وسله‎والو ته به د حکومتي ځواکونو خلاف د هېڅ ډول اقدام امر ونه‎کړي.

روېټرز خبري اژانس د دوستم له خولې وايي:

"زما ولسمشر ته پیغام دا دی چې زموږ ملي یووالی دې وساتي."

دوستم: وسله‎والو ته به د حکومتي ځواکونو خلاف د هېڅ ډول اقدام امر ونه‎کړم
دوستم: وسله‎والو ته به د حکومتي ځواکونو خلاف د هېڅ ډول اقدام امر ونه‎کړم

د امریکا د متحده ایالاتو په شمول یو شمېر لوېدیځو هېوادونو د ولسمشر پر لومړي مرستیال د جوزجان د پخواني والي احمد اېشچي له‎خوا د لګېدلي تورونو په اړه جدي اندېښنه ښودلې او تېره میاشت لویې څارنوالۍ د دوستم د نهه تنو ساتونکو د نیولو امر وکړ.

خو د دوستم د دفتر رئیس بابر فرهمند وايي، دوی له څارنوالۍ سره د دې قضیې په برخه کې همکاري کوي خو دا یې رد کړه چې ګوندې د ښاغلي دوستم د نهه تنو ساتونکو د نیولو امر دې شوی وي.

XS
SM
MD
LG