عراقي ځواکونه د موصل لوېدیځ ته چې د اسلامي دولت وسلهوالې ډلې په ولکه کې دی په نېږدې کېدو دي.
راپورونه وايي چې د امریکا ملاتړ لرونکو عراقي سرتېرو د سې شنبې په ورځ د موصل ښار پر هوايي ډګر او ختیځو څنډو کې پر یوې پوځي اډې د برید لپاره چمتووالی نیوه.
عراقي ځواکونه هڅه کوي له دې برید سره د موصل ښار لوېدیځ ته د نتوتلو لپاره لاره پرانیزي.
وروسته له هغې چې د موصل ختیځه خوا تېره میاشت د داعش د وسلهوالو له لاسه ووتله، عراقي ځواکونو په یو شمېر کم نفوسه سیمو کې پرمختګ کړی، خو د ختیځ موصل مرکزي سیمې ته په نېږدې کېدو سره جګړه زور اخلي او ورسره دغلته شااوخوا ۷۵۰ زره ولسي خلکو ته پېښ خطر هم په زیاتېدو دی.
په عراق کې د امریکا د پوځ قوماندان وايي، باور لري چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به د امریکا ملاتړ لرونکي ځواکونه د اسلامي دولت له وسلهوالې ډلې څخه په عراق کې د موصل او سوریه کې د رقه ښارونه ونیسي.
دا دواړه ښارونه د داعش د خلافت اصلي مرکزونه او د دې وسلهوالې ډلې لپاره مهم بلل کېږي.
د روېټرز خبري اژانس په یو راپور کې وايي، د عراق فدرالي پولیسو او د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت د چټک غبرګون قطعې د یکشنبې ورځې راهیسې چې د موصل د عملیاتو دوهم پړاو پیل شوی د لوېدیځ موصل پر خوا په ریګزاره دښته کې چټک پرمختګ کړی دی.
په سیمه کې د روېټرز خبریال راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ عراقي ځواکونه تر خورو ورور جګړو او نښتو وروسته د البو سیف په نوم سیمې ته ورسېدل.
دوی دغلته یوه لوړه مورچله ونیولې چې ترې د موصل هوايي ډګر او شااوخوا یې ښکاري.
د عراق پوځ هم ویلي چې ځواکونهیې د دوشنبې په ورځ د موصل هوايي ډګر ته نېږدې شوي او په څېرمه سیمه کې د خپلو مورچلو په ټینګولو بوخت دي.
د عراق د چټک غبرګون د ځواکونو ویاند ویلي، که هوايي ډګر یو ځل ونیول شي، دا به په موصل کې د اکمالاتو لپاره تر ټولو نېږدې هوايي اډه وي.
عراقي ځواکونه همداراز اړتیا لري د ګزلاني پوځي تأسیسات هم ونیسي.
په دې تأسیساتو کې پوځي بارکونه او د روزنې میدانونه دي چې د هوايي ډګر او د بغداد–موصل د لویې لارې د وروستۍ برخې تر منځ سيمه کې خواره دي.
د عراق پوځ یو لوړپوړي چارواکي ویلي، د امریکا په مشرۍ د ائتلاف په هوايي بمباریو کې د موصل هوايي ډګر او ګزلاني پوځي تأسیساتو ته دروند زیان اوښتی او دوی فکر نهکاوه چې هوايي ډګر کې به له داسې مقاومت سره مخ شي، ځکه دا سیمه د هوايي بمباریو او توپخانې د بریدونو پرلهپسې هدف و.
د عراق د ترهګرۍ ضد مبارزې ځواکونه چې د امریکا پوځ ښاري سیمو کې د جګړې روزنه ورکړې او د موصل د ختیځ په نیولو کې یې ونډه لرله ټاکل شوې وروسته له هغې د موصل لوېدیځ کې جګړه کې شامل شي چې د عراق عادي ځواکونه ښار ته د تګ لارې پاکې کړي.
عراقي قوماندان وايي، دوی پوهېږي چې د ختیځ موصل په مقایسه به د لوېدیځ موصل جګړه سخته وي، ځکه دا سیمه ګڼ نفوسه ده او د درنو پوځي وسایطو او ټانکونو لپاره د موصل د لوېدیځ په تنګو پخوانیو لارو کوڅو کې حرکت ستونزمن دی.
په داسې حال کې چې د موصل لوېدیځ کې بند پاتې خلک د خوړو او د سونګ د مواد له کمي سره مخ دي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې ښايي د ۴۰۰ زرو په شااوخوا کې ولسي خلک د موصل له جګړو څخه کډه کېدو ته اړ شي.