ټاکل شوې راتلونکې پنجشنبه په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سوریې د سولې خبرې له سره پیل شي.
د دغو خبرو د ځنډېدو شااوخوا لس میاشتې شوې دي.
د ۲۰۱۶ کال د اپرېل راهیسې چې په وروستي ځل د سوریې د جګړې سیالو ډلو په سویس کې سره لیدلي وو، تر اوسه حکومتي ځواکونو د حلب ښار د ختیځې برخې په ګډون ډېرې سیمې بېرته له وسلهوالو مخالفینو نیولې دي.
سره له دې چې د ترکیې او روسیې په منځګړیتوب د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر پر دېرشمه د سوریې د اوربند په اړه یو توافق لاسلیک شو، خو دې ته په کتو چې د سوریې په جګړو کې د ښکېلو خواوو تر منځ د ولسمشر اسد د برخلیک او د جګړو د دوام په اړه وضعیت په ټپه ولاړ دی، نو د دغو خبرو د بریالیتوب ډېره هیله نهکېږي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي مېستورا چې تېرې درې دورې ناکامې خبرې یې تنظیم کړې وې، ویلي چې دا ځل هم د یوه تړون د لاسلیک کېدو وړاندوینه نهشي کولای، خو د مونشن په امنیتي کنفرانس کې یې ویلي وو چې د دې کار لپاره باید بیا هلې ځلې وشي.
نوموړي وویل:
"موږ باید دا حرکت پر مخ بوزو، ځکه که چېرې سیاسي حل لارې پیدا نهشي، حتی د دوو قوي تضمین کوونکو تر منځ نهشي کېدای تر اوږدې مودې اوربند دوام وکړي."
دي مېستورا ویلي وو چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ماتولو لپاره ضروري ده چې د سوریې د وضعیت سمولو لپاره یوه سیاسي حل لاره وموندل شي.
سټیفن دي مېستورا دا هم ویلي چې د راتلونکي دور خبرو اجنډا به د تېرې دورې په څېر پر خپل ځای وي چې په هغه کې به سیالې ډلې پر حکومتوالۍ، د نوي اساسي قانون پر طرحې او د ملګرو ملتونو تر څار لاندې انتخاباتو پر تنظیمولو بحث وکړي.
په ۲۰۱۵ کال کې د سوریې د سولې خبرو تر ناکامۍ وروسته مسکو او انقرې په خپلو کې اړیکې ورغولې او د سوریې د وضعیت سمولو په برخه کې یې همکارۍ پیل کړې چې په دې کې په هغه هېواد کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې مبارزه هم شامله ده.
ترکیه، روسیه او د سوریې د اوسني رژیم ملاتړي ایران په دې وروستیو کې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سوریې د سولې خبرو د پیلېدو لپاره غونډه راوبلله.
د ولسمشر اسد د رژيم د ملاتړ په برخه کې د مسکو رول مهم بلل کېږي په ځانګړي ډول د حلب ښار د نیولو په چارو کې، خو څارونکي وایي، د روسیې نوې ډیپلوماتیکې هڅې کولای شي د ژنیو له غونډې سره مرسته وکړي.
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ځانکړی استازی د انقرې او مسکو د همکارۍ خوشبینانه ټکي ګوري، خو دلته واشنګټن یوه بله موضوع ده.
دي مېستورا ویلي:
"امریکا په دې ځای کې چېرې دی؟ زه په دې اړه څه نهشم ویلی، ځکه نهپوهېږم."
تر دې وړاندې د بارک اوباما تر واک لاندې امریکایي ادارې ویلي وو چې تر هغو چې بشارالاسد په واک کې وي، سوریه به سوله ونهویني، خو د ولسمشر ټرمپ اداره پر هر څه غور کوي او وایي د تندلارو ډلو ماتول ورته لومړیتوب لري.