د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

امریکن کنسروټیف: ولې باید ټرمپ د افغانستان ماموریت روښانه کړي؟


د امریکايي محافظه کارانو یا دې امریکن کنسروټیف The American Conservative خپرونه په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه تحلیلي مطلب کې چې سرلیک یې دی، ولې باید ولسمشر ټرمپ د افغانستان ماموریت روښانه کړي؟ لیکي:

ټاکل شوې چې د امریکا دفاع وزیر، د وسله والو قواوو لوی درستیز، د بهرنیو چارو وزیر، د ملي استخباراتو د ادارې رئیس او د ملي امنیت سرپرست سلاکار راتلونکې اوونۍ د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ځپلو لپاره یو نوی پوځي پلان ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړي.

خپرونه لیکي:

د امریکا ولسمشر باید په افغانستان کې د امریکا د پوځي او سیاسي ماموریت لپاره، د دفاع او د بهرنیو چارو وزارتونو او استخباراتي ادارو ته د وسله والو طالبانو د ارزونې امر هم وکړي.

خپرونه زیاتوي چې د دې ارزونو په سر کې باید دا مهم سوال مطرح شي چې آیا د افغانستان په جګړه کې د بریا متعارف مفهوم- یعنې د جګړې په ډګر کې د طالبانو ځپل، د القاعده شبکې له مینځه وړل، پر خپلو پښو د یوه ولاړ ملي ځواک جوړول چې له فساده پاک او د هیواد پر ټول قلمرو واکمن وي او ډیموکراسۍ ته د یوه متعهد پیاوړي حکومت رامینځ ته کول ممکن کار دی کنه؟

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر اوس مهال له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې تر ټولو ټیټې شمیرې ته رالویدلی دی خو امریکن کنسروتیف لیکي:

د امریکا هوايي ځواک اوس هم د اړتیا په صورت کې له افغان ځواکونو سره په خاصو عملیاتو کې همکاري کوي.

خپرونه د افغانستان د مرستو په اړه د امریکا د حکومت د سرمفتش د ادارې یا سیګار او په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یوناما هغو راپورونو ته اشاره کوي چې وايي، د افغانستان د حکومت تر ولکې لاندې ساحه په کمېدو ده او لیکي چې د افغانستان امنیتي وضعیت په ناسم لوري پرمخ روان دی.

همدا راز په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونو راپور ورکړی چې پر خپل قلمرو د افغان حکومت ولکه د تېر ۲۰۱۵ کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځلس کمه شوې ده.

امریکن کنسروتیف وړاندې لیکي:

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال د افغانستان نوم ډېر لږ یادېده او اوس چې ولسمشر ټرمپ د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان دی، دی د هغو امریکايي ځواکونو چې په افغانستان کې د طالبانو پرضد جنګیږي او د امریکا د مالیه ورکوونکو په وړاندې چې د افغان امنیتي ځواکونو په سلو کې ۷۳ لګښتونه ورکوي، مسؤل دی او دنده یې د هغو پالیسیو غوره کول دي چې د امریکا امنیتي ګټې تضمین کړي.

ریلیف ویب آنلاین خپرونې په یوه مطلب کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت تمرکز کړی او د پاکستان له خوا پر افغانستان د هغو توغندیويي حملو یادونه یې کړې چې له کبله یې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

خپرونه په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د شبکې د مشرې کېت اورورکې Kate O’Rourke وینا نقل کړې ده چې وايي، د ډیورنډ کرښې له بلې خوا توغندويي حملو د ننګرهار او کونړ ولایتونو د سیمو زیاتې کورنۍ تیښتې ته اړې کړې دي.

وروسته له دې چې د پاکستان پوځ د ننګرهار ولایت پر لعلپورې ولسوالۍ او نورو سیمو د توغندیو ډزې وکړې، د راپورونو له مخې تر ۲۰۰ پورې کورنیو خپل کورونه پریښودل.

په دې حملو کې د ملکي وګړو د ټپي کیدو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

خپرونه د مېرمن اورورکې له قوله لیکي چې د دې بې هدفه ړندو توغندیو ویشتل له نړیوالو بشري قوانینو څخه څرګنده سرغړونه ده او باید سمدستي بند شي.

ریلیف ویب خپرونه د حاجي ضیا جان په نوم د سیمې د ۶۲ کلن اوسیدونکي له قوله لیکي چې وايي، د جمعې ورځې په سهار وروسته له دې چې د توغندیو ډزې پیل شوې، دوی له خپل کلي ووتل او د شنبې په ورځ کله یې چې زوی بېرته کلي ته ولاړ ویې لیدل چې د دوی د کور ټول دیوالونه نړیدلي او څاروي یې مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG