د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

کندهار کې د ناټو قرارګاه کې د امریکايي سلاکارانو شمېر زیاتېږي


تمه ده چې په کندهار کې د ناټو ځواکونو په قرارګاه کې د امریکايي سلاکارانو شمېر زیات او د ټیټې کچې افغان پوځیان د بهرنيو سلاکارانو له خوا وروزل شي.

په کندهار کې د افغان ځواکونو د ټرېنېنګ لپاره د ناټو تعلیمي مرکز دوړو، خاورو چاپېر کړی، امریکايي او رومانیايي سلاکاران افغان افسرانو ته د قوماندې لارې چارې ورزده کوي او غواړي چې هغو بیا دا مهارتونه خپلو سرتېرو ته ورزده کړي.

د دوی هڅې د نړیوالو قواوو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د هغې هیلې انعکاس دی چې غواړي روانه جګړه د پخوا په څېر د ځمکنیو، توپچي او هوايي قواوو د همغږۍ له لارې پر مخ بوځي.

رومانیایي افسر لیویف ساندولاچي په دې مرکز کې د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دی.

ساندولاچي د پوځي ټرېنېنګ پر مهال افسرانو ته وویل، ستاسو له قوماندې پرته باید هېڅ کار ونه‌شي.

دی او د ناټو نور ټرېنران په دې وروستیو کې ډېر وخت په عملي ټرېنېنګ لګوي او هیله‌مند دي چې د جګړې په ډګر کې روزنه به له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي چې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد اغېزمنه جګړه وکړي.

د روېټرز خبري اژانس خبریال وايي، په ټیټه کچه پوځي روزنه دوه کاله وروسته کولای شي د ټرېنېنګ په هغه پراخ مأموریت بدل شي چې د ناټو جګپوړي قوماندانان‌یې په افغانستان کې غواړي.

ناټو ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې تر ډېره د بودجې، لوژستیک او ادارې پر مسایلو تمرکز کاوه.

د روېټرز د راپور له مخې په ټیټه کچه د افغان پوځیانو په روزنه کې د بهرنیو ټرېنرانو ګډون له هغو انتخابونو څخه دی چې غور پرې روان دی او دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د نورو قواوو د استولو په اړه غور کېږي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې اړه سلامشورې کوي چې ایا افغانستان ته اضافي سرتېري واستوي، اوسنۍ شمېره وساتي او که د هغې جګړې له ډګر څخه خپل سرتېري وباسي چې پای یې روښانه نه‌دی.

ناټو د پراخو عملیاتو لپاره د افغان ځواکونو صلاحیت تېر دوبی تائید کړ.

رويټرز اژانس لیکي که څه هم افغان ځواکونه د ۲۰۱۶ کال په خونړیو جګړو کې ښکېل وو، خو په ژمي کې د جګړو نسبي کمښت دوی ته دا موقع ورکړه چې د پوځي روزنې هڅې بیا پیل کړي.

په کندهار کې دېره امریکایي روزونکی ایویریت هایني «Everett Heiney» وايي، هر څومره چې د ټيټې کچې پوځیان وروزل شي، ګټه‌یې هومره زیاته ده.

په هغه فرقه کې چې هایني خدمت په‌کې کوي اوس‌مهال څلوېښت روزونکي مؤظف دي خو په پام کې ده چې دا شمېر سلو ته لوړ شي.

هایني هیله لري چې دوی به خپل پروګرامونه پراخ او له دې زیات مسلکي مهارتونه په‌کې شامل کړي.

XS
SM
MD
LG