د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

ځيني وکیلان: یو شمېر مدني ټولنې سیاسي او پروژه‌یي عمل کوي


د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر ځینو مدني ټولنو نیوکه کوي چې ګواکې ځیني مدني ټولنې سیاسي او پروژه‌یي شوې دي.

په یوې ټولنه کې د مدني بنسټونو د فعالیت موخه د عدالت ټینګښت او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکړه ده، خو په افغانستان کې داسې نیوکې کېږي چې ګواکې ډېری مدني بنسټونه د بهرنیانو له‌خوا تمویل کېږي او په ځینو مواردو کې سیاسي اشخاصو پورې تړلې دي.

د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمېسیون مشرې فوزیه کوفي چې د دوشنبې په ورځ‌یې د مدني بنسټونو د تأسیس په ۱۵ کلیزه کې ګډون کړی و ازادي راډیو ته وویل چې ځیني مدني بنسټونه د دې تر څنګ چې سیاسي شوي لیرې پرتې سیمې یې هېرې کړې او ډېره پاملرنه‌یې ښارونو ته ده.

کوفي: مدني بنسټونو لیرې پرتې سیمې هېرې کړي.
کوفي: مدني بنسټونو لیرې پرتې سیمې هېرې کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"زه یقین لرم چې په ډېریو مواردو کې مدني ټولنې هغه پروژې چې دوی ته ورکول کېږي پر هماغې کار کوي او ان ځینې یې سیاسي شوي هم دي چې په وروستیو کې د یو شمېر سیاسي شخصیتونو په لومه کې راګېر شوي چې دې مسئلې د مدني ټولنو بې‌پرې والی تر پوښتنې لاندې راوستی."

د اغلې کوفي په خبره ځیني مدني ټولنې شته چې سیاسي تړاو نه‌لري او یو شمېر یې په ازاد ډول فعالیت کوي.

دا مهال په هېواد کې سلګونه مدني بنسټونه د انجو او ټولنیزو سازمانو په نوم فعالیت کوي او په تېرو پنځلسو کلونو کې دغو بنسټونو په افغانستان کې ښه پرمختګ کړی دی.

د تاوتریخوالي د پېښو قربانیانو ته د عدالت غوښتنه او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکړه د مدني بنسټونو له عمده موخو څخه ګڼل کېږي خو پر بهرنیو مرستو د دغو بنسټونو اتکا د دوی موجودیت له ګواښ سره مخ کولای شي.

د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دی باوري دی که بهرنیان خپلې مرستې بندې کړي مدني بنسټونه به له پښو وغورځېږي.

رمضان بشردوست.
رمضان بشردوست.

نوموړي زیاته کړه:

"که د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د لوېدیځوالو مرستې بندې شي د افغانستان ټول بنسټونه که هغه مدني وي او که غیر مدني سقوط به وکړي."

خو دا چې د دغو پوښتنو په ځواب کې د مدني ټولنو ځواب څه دی په اړه‌یې د مدني ټولنې د مجتمع مشر عزیز رفیعي ازادي راډيو ته وویل:

د مدني ټولنې د مجتمع مشر عزیز رفیعي.
د مدني ټولنې د مجتمع مشر عزیز رفیعي.

"کله چې د عدالت بحث مطرح کېږي تاسو باید له شک پرته د عدالت د ټینګښت غوښتنه وکړۍ څو عدالت تأمین شي چې د عدالت تأمین کولای شي مقابل لوري هم ولري هغه لوري مجرمین او یاهم تورن کسان دي، نو بناً دغه بحث سیاسي کېږي چې بیا دواړه هم خواوې هم سیاسي دي."

ښاغلي رفیعي په دې اړه چې ګواکې مدني بنسټونه پر بهرنیو مرستو متکي دي وايي، که نړیواله ټولنه پر افغانستان خپلې مرستې بندې کړي ټول دولتي او غیر دولتي بنسټونه اغېزمن کېدای شي.

د ښاغلي رفیعي په خبره ځیني مدني بنسټونه خودکفا شوي هم دي، خو دا چې دا خودکفايي څه ده او که پر مدني ټولنو بهرنیان خپلې مرستې بندې کړي دوی به څنګه خپلې چارې مخ ته یوسي په دې اړه‌یې جزئیات ورنه‌کړل.

عزیز رفیعي وايي چې مدني ټولنو په تېرو پنځلسو کلونو کې په افغانستان کې ګټور فعالیتونه کړي چې ښه بېلګه‌یې خلکو ته د دوی د حقونو په اړه عامه پوهاوی او مدني حرکتونه دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG